کندوز په لمبو کې

کندوز په لمبو کېپه کندوز ښار د طالبانو له خوا د شپې له ۳ بجو پیل شوې جګړه د ورځې تر نیمايي هم روانه ده.

دوکانونه تړل شوي، خلک له کاروباورونو وتښتېدل او طالبان د ښار په ځینو څنډو کې لاهم خځه دي چې افغان ځواکونه له پښو وغورځوي.

په لومړي سهار کې طالبانو د کندوز حوزوي روغتون ونیو او هلته جنګیالیو له طالبانو سره عکسونه واخیستل. بیا یې د روغتون په انګړ کې سپین بیرغ ودراوه.

د کندوز د امنیه قوماندانۍ د ویندوی دفتر وايي، چې د وسله والو یاغیانو سل جسدونه یې د جنګ په میدان تشخیص کړي دي. ددې ترڅنګ د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم شته او افغان ځواکونو ته هم په لومړي سر کې تلفات اوښتي دي. ډاکتران وايي، ۳۶ مړي او زخمیان د ولایت حوزوي روغتون او د بې سرحده ډاکترانو روغتونونو ته وړل شوي دي.

عيني شاهدان وايي، کله چې طالبان کندوز ته ننوتل لومړی حوزوي روغتون ته لاړل او هلته یې دپولیسو او افغان سرتیرو د زخمیانو پلټنه شروع کړه.کندوز په لمبو کې

طالبانو تر ډېره د خلکو له کورونو استفاده وکړه، دوی ماښام مهال د ښار په څنډو کې ځای پرځای شوي وو او ملابانګ مهال یې اول په هغو پوستو بریدونه پیل کړل چې ددوی په باور پولیس پکې کم دي او پیره یې جدي نه وي.

افغان ځواکونه وايي دوی مقاومت کوي خو دا په دې مانا نده چې مرستې ته اړتیا نلري.

اوس د تخار له ولایت څخه د پولیسو نوی ځواک کندوز ته رسېدلی او ګمان کېږي چې دا مرسته به د کندوز امنیتي ځواکونه پیاوړي کړي.

دا په کندوز د طالبانو دریم غټ برید دی خو په ښار باندې داسې سخته او منظمه حمله په ټول افغانستان کې بې سارې ده. که دغه ولایت د څو شیبو لپاره هم سقوط کړی وای، د طالبانو لپاره یوه ډیره غټه لاسته راوړنه او د ملي‌وحدت حکومت لپاره لویه بدنامي وه.

ځايي خلک وايي، کندوز کې د پخوانیو جهادي قوماندانانو او اوسنیو اصلاحاتو ترمنخ شخړه د طالبانو د ډېریدو او پراخو عملیاتو سبب شوې ده. د حکومت سیاسي مخالفین چې له مهمو پوستونو او امتیازاتو بې برخې شوي زمینه برابروي چې دولت وننګول شي او په دې برخه کې که حتی طالبان هم پرمختګ کوي دوی یې د ځانونو په ګټه ګڼي. شنونکي وايي په همداسې وضعیت کې طالبانو وده وکړه او خپلې لیکې یې تنظیم کړې.

تبصره وليکئ