که د کابل په دروازه کې عملیات ونکړی کابل له لاسه ورکوئ

که د کابل په دروازه کې عملیات ونکړی کابل له لاسه ورکوئنن سهار طالب وسله والو د کابل کندهار پرسړک د دراني په سیمه کې هغه لوی پل په بمونو والوزاوه چې لومړی ځل د جهاد په کلونو کې د وردګو ولایت جذباتي قوماندان زمرک یاسر له منځه وړی و. دا پل په ۲۰۰۴ کال د امریکایانو او سعودي عربستان په مرسته د یوکال په اوږدو کې ترمیم شو. دا د کابل په لودیځه دروازه کې دطالبانو د مخامخ جګړې لومړنی پیل دی. کابل ښار له دراني سیمې ۳۲ کیلومتره واټن لري. په اصل کې دا د خرپ او ترپ د جګړو ترټولو خطرناک حمله ده.

طالبان په دراني کې له څلورو خواوو، جلریز، نرخ، چک او د لوګر له بابوس څخه د کابل کندهار سړک ته راووتل. په لس بجې میدان ښار ته تر لسو زیات توغندي راوتوغېدل، دوه یې په دولتي تاسیساتو (امنیتې قوماندانۍ پخلنځي او کلتور ریاست انګړ) لګېدلي دي. له میدان ښاره اکثره ریسان او ملکي مامورین کابل ته راووتل او طالبان د میدان ښار په ترټولو لنډه ساحه فامیلیو او ده افغانانو کې له خپلو مورچو ډزې کوي.

د میدان وردګو وضعیت له وړاندې ترینګلی و، په چګ ولسوالۍ سېبکه کې د طالبانو محکمه او کشتارګاه له شپږو کلونو فعاله ده او له نیم هېواده نیول شوي خلک د طالبانو په لاس په همدې ځای کې اعدامېږي. په دایمیردادو ولسوالۍ کې لس مدرسې چې دوه یې دولتي دي، د طالبانو د پناه ځایونو په توګه کارېږي. د روان کال په سرطان میاشت کې ترپنځوسو ډېر بهرنيو جنګیاليو چې پړانګي درېشۍ اغوندي د جلګې په یوه دیني مدرسه کې د طالبانو په روزنه لاس پور کړ. دوی اوس هلته لوی جنګي لښکر چمتو کړی او دا لښکر به خامخا په یو مهم ځای برید ته ځان جوړوي.

د چک ولسوالۍ له علیشې درې څخه په سختو غرونو کې د یو کال په اوږدو کې طالبانو د بندیانو په وسیله نرخ ولسوالۍ ته چې میدان ته څیرمه پرته ده لاره وایسته او اوس په میدان ښار څنډو کې جنګیدونکي او دېره طالبان ټول له هماغې لارې سیمې ته ځان رسوي. په اصل کې علیشه د بهرنیو طالبانو پټن ځای دی، چې افغان ځواکونه او سیمه ییز امنیتي مقامات یې له ټول حاله خبر وو.

میدان ښار ته د طالبانو لاره له غزني څخه په جغتو راوتلې ده. د غزني مطلق اکثریت طالبان په رشیدانو او جلګه کې اوسېږي او له دې لارې په غرنیو کچه لارو ځانونه نرخ ته رسوي. په میدان ښار کې امنیتي ځواکونه له دې سره سره چې مورال لري، خو شمېر یې حداقل دی. خو د عسکرو تر شمېر مخکې هلته د چارواکو جدیت او مدیریت د غور وړ دی. تېره جمعه د کابل په خوشال مېنه کې د میدان د یو دولتي چارواکي واده و، په واده کې د میدان له والي نیولې تر یو عادي ماموره ټول چارواکي حاضر وو. په اصل کې که طالبانو په هغه شپه غوښتي وای ولایت ته ننوځي یو شاړه سرکاري اداره به یې په اسانۍ لاندې کړې وای.

د کندوز پېښه له دې کبله په ډېرو سیمو کې د تکرار وړ ده چې افغان امنیتي ځواکونه یوازې دفاع او تر جنګ وروسته تصفیې ته ورمارش کېږي، خو د تعرض او تصفیوي عملیاتو لپاره کله هم جدي هڅه نده شوې. په ټول وردګو لایت کې که په دقیق ډول او پروخت عملیات ترسره شي، دا ولایت په ۴۸ ساعتونو کې له طالبانو پاکېدای شوای، مګر هلته د چارواکو فکر دادی، چې ښار او خپله دولتي دفترونه وساتي.

د وردګو ولایت په هیڅ یوه ولسوالۍ کې تر دولتي تاسیساتو پرته نوره سیمه له طالبانو امن نده. نه یوازې چې د ولایت خپل طالب جنګیالي هلته دېره دي، د نورو سیمو طالبان او بهرني جنګیالي د یو کال په اوږدو کې سیمې ته راوستل شول.

ښايي طالبان د ولایت د مرکز په نیولو ونه توانېږي، خو عامه روحیه په تمام ډول ماتېدای شي. ودرګ د کابل دروازه ده، نه یوازې چې جګړه د ولایت د خلکو روحیه ځپي، په میدان کې څو ساعته جګړه کولای شي، په کابل کې پانګونې، کاروبار، د ښار امنیت په اړه عامه ډاډ او ثبات ته زیان ورسوي.

په میدان وردګو کې په امنیتي او ملکي سطحه د جدي اصلاحاتو اړتیا ده. دولت نه یوازې چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي بلکې هلته د کابل د امن لپاره د ځواکونو په رهبرۍ، مدیریت، قومانده او شمېر له سره غور وکړي.

که دولت زر ترزه په دې برخه کې کوټلي ګامونه وانخلي له کابل سره د تړلي‌دې ولایت جګړه به تر کندوز دولت ته په ډېره لوړه بیه پرېوځي.

تبصره وليکئ