کومانډو ځواکونو د زابل وروستي خونړي برید طراحان ونیول

کومانډو ځواکونو د زابل وروستي خونړي برید طراحان ونیول

محور؛ شنبه د وږی میاشتې ۳۰ مه:
ملي دفاع وزارت وايي، افغان کومانډو ځواکونو زابل کې پر روغتون د وروستي خونړي ترهګریز برید طراحان او مسوولین نیولي دي.
د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتو له ریاسته خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې غزني کې د کومانډو او ځانګړو ځواکونو د مبین عملیاتو پر مهال، ۹ طالبان نیول شوي دي.
خبرپاڼه کاږي، نیول شویو کسانو درې هغه یې د زابل د وروستي برید طراحان دي چې غزني ته راغلي وو.
زابل کې د وروستي ترهګریز برید له امله، نږدې ۳۰۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

Leave a Reply

Your email address will not be published.