ګل باچا مجیدي وايي، د کندوز د زوال اول لامل د ولسي جرګې مشر ابراهيمي دی

ګل باچا مجیدي وايي، د کندوز د زوال اول لامل د ولسي جرګې مشر ابراهيمي دید ولسي جرګې غړی ګل باچا مجیدي وايي، د کندوز د سقوط او د طالبانو لاس ته لوېدو لامل هغه کندوزیان دي، چې په یاد ولایت کې له خپل واک څخه ناوړه استفاده کوي او ټول ولایت یې په ولکه کې اخستی دی.

ده وویل، د ولسي جرګې مشر ابراهيمي د ټول ولایت عایداتي ریاستونه او ادارې په لاس کې اخستې او د یو عادي‌ ریس او مدیر د مقررۍ لپاره هم په دولت فشار راوړي چې خپل خلک ورباندې مقرر کړي. مجیدي‌ ادعا کوي، چې د ابراهمي په شمول اکثره کندوزي چارواکي د امنیتي مقاماتو په تشکیلاتو کې لاسوهنه کوي او خپل فرمایشونه تحمیلوي.

مجیدي وايي، دا خبرې مې په جرګه کې هم ابراهيمي ته مخامخ کړې دي، نوموړی وايي:

((‌ابراهيمي ۳۰۰ اربکیانو تشکیل له مرکزه کندوز ته یووړ، سوال دادی چې ایا دا اربکیان شته؟ ۶۰ کسان یې له ولسي‌جرګې امنیتي تشکیلاتو اخستي، ټولې اقتصادي عایداتي ادارې یې د کندوز په خپله ولکه کې اخستې او خپل خلک یې په زور په دولت تحمیل کړي دي))

مجيدي وايي، د کندوز د سقوط لاملونه اول د دغو خلکو مداخلات دي، چې امنیتي تشکیلات یې په نوم ډک کړي‌او هلته پوستې او خطونه تش ولاړ دي، بل لامل دادی، چې همدې خلکو ځايي وګړي په تنګ راوستي او له لاسه یې دومره په عذاب شول چې طالب ته یې ښار ته د ننوتو لاره ورکړه.

په کندوز د طالبانو برید د افغان دولت پروړاندې د خلکو ډېر جدي غبرګونونه راوپارول، دغه ولایت درې ورځې وروسته بیرته افغان ځواکونو له طالبانو نیولی، خو اکثره خلک ادعا کوي، چې د محلي پولیسو، اربکیانو او محلي جنګسالارانو ظلمونه د طالبانو د نفوذ باعث شول او په ترڅ کې یې داسې یو بحران رامنځ ته شو. دوی وايي، لوړپوړي چارواکي او زورواکي په کابل کې ددغو خلکو په کړنو سترګې پټوي او عام ولس یې د جنګسالارانو عذاب ته په تش میدان درولی دی.

پر کندوز د طالبانو د برید په شپه نه والي، امنیه قوماندان او نه هم د امنیت ریس په کندوز کې حاضر نه وو. پخوانی والي وايي، دده امر نه چلیږي او ورچاپیره امنیتي مقامات ټول له مرکزه له خپلو مشرانو دستور اخلي او ولایت کې یې اداري ظوابط پایمال کړي دي.

تبصره وليکئ