یوناما: شونې نه ده چې د قطر خبرې دې سوله راولي

یوناما: شونې نه ده چې د قطر خبرې دې سوله راولي

محور: پنجشنبه، د مرغومي۱۲مه
ملګري ملتونه وايي په قطر کې د طالبانو او امریکا د سولې خبرې په افغانستان کې سولې ته د رسیدو یوازینی او وروستۍ لاره نده. دغه سازمان وايي چې په افغانستان کې د سولې ټينګښت لپاره په کار ده چې د سولې په خبرو کې ټول سیاسي او ټولنیزو اړخونه شامل شي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې په هیواد کې د ملګرو ملتونو د کړنو د ارزونې په غونډه کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مرستیال توبی لنزر وویل ډاډمن نه دی چې په قطر کې د طالبانو او امریکا خبرې دې افغانستان ته سوله راولي.
توبی لنزر وايي: ( امکان نه لري له افغانستان څخه بهر طالبان له یوه بل هیواد سره خبرې وکړي او افغانستان ته سوله راوړي. سولې ته د رسیدو یوازینۍ لاره دا ده چې ټول ښکیل افغاني لوري په خبرو کې شامل شي او مدیریت یې کړي. )
ملګري ملتونه وايي چې د دوی لومړیتوب په افغانستان کې د جګړې پای ته رسول دي. په همدې حال کې یو شمیر سیاستوال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په رول نیوکه کوي او وايي چې د بحران او ستونزو په مدیریت کې پاتې راغلی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.