یونېسف د نجونو د ښوونځیو سوځول  غندلي دي

یونېسف د نجونو د ښوونځیو سوځول  غندلي دي

یونېسف یا له ماشومانو ملاتړې ادارې ویلي، فراه کې د نجونو د دوو ښوونځیو سوځولو خواشینونکې پېښه ده.

 

یونېسف اندېښنه ښودلې چې فراه ولایت کې د نجونو د ښوونځیو په سوځېدو سره، لسګونه نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.

 

یادې ادارې  جګړو له ښکېلو خواوو غوښتي چې ښوونځیو ته جدي پاملرنه وکړي او د جګړې د سپر په توګه دې نه کاروي.

 

فراه کې د نجونو دوه ښوونځې د ناڅرګندو وسله والو لخوا د بمونو پر مټ والوځول شول.

Leave a Reply

Your email address will not be published.