یوې المانۍ مېرمن په افغان کډوال د میینتوب له امله خپل میلیاردر خاوند پرېښود

یوې المانۍ مېرمن په افغان کډوال د میینتوب له امله خپل میلیاردر خاوند پرېښود

محور؛ دوشنبه، د وږی میاشتې ۱۱ مه:

یوې المانۍ مېرمن چې پر یوه افغان کډوال میینه شوې وه، خپل میلیاردر آلمانی خاوند چې کلونه یې ورسره ژوند کړی و، طلاق ترې واخېست.

آلمانۍ Bild ورځپاڼې لیکي، د میلیاردر ټیو آلبرشت مېرمن هغه مهال په افغان کډوال میینه شوه چې د کور د یو زنګ جوړېدو لپاره ورغلی و.

د راپورونو  پر اساس، افغان کډوال طارق نومېږي چې ۳۱ کاله عمر لري او اآلمانۍ مېرمن کاتیا البرشټ نومېږي چې ۴۷ کاله عمر لري او په ۲۰۱۴ کال کې يې واده کړی و.

آلمانۍ مېرمنې ویلي، طارق مې ځکه خوښ شو چې ټولنیز او ساده و، خو میلیاردر مېړه سره مې په تنګ راغلې وم.

طارق اوس مهال یو زوی لري او د المان په یو ښار کې له خپلې آلمانۍ مېرمنې سره ژوند کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.