یو هراتي هلک خپل ځان اختطاف کړی دی

عبدالقادر چې د هرات اوسېدونکی دی او په دغه ولایت کې د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځۍ کې زده کړې کوي، خپل ځان لادرکه کړی او له یو نامعلوم لوري یې خپلې کورنۍ ته زنګ وهلی چې د یو زیات مقدار پیسو په بدل کې یې د خوشي کېدو امکان شته.

د هرات د ملي امنیت اداره وايي، دوی پلټنې پیل کړې په کابل کې یې مرکزي دفتر په جریان کې کړ او ملي امنیت منسوبینو عبدالقادر دکابل په کوټه سنګي په سیمه کې نیولی دی.

په لومړنیو تحقیقاتو کې عبدالقادر ملي امنیت ته اعتراف کړی چې هو ځان یې الونیا کړی او په همدې بهانه یې له خپلې کورنۍ څخه د یو زیات مقدار پیسو غوښتنه کړې ده.

عبدالقادر خپلې کورنۍ ته داسې ښوودلې چې دی د یوې ډلې غلو له خوا تښتول شوی او که کورنۍ یې مالي قیمت پرې کړي نو نوموړی به خوشي شي.

د عبدالقادر کورنۍ شتمنه ده او عبدالقادر له دې لارې غوښتل له خپلې کورنۍ څخه پیسې ترلاسه کړي او د خپلې خوښې سره یې مصرف کړي.

تبصره وليکئ