۱۱۶ وسله وال یاغیان وژل شوي دي

۱۱۶ وسله وال یاغیان وژل شوي ديد افغانستان ددفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې یې ۱۱۶ وسله وال یاغیان وژلي دي.

د وزارت چارواکي وايي، ۸۲ وسله وال ټپیان شوي او څلور یې ژوندي نیولي دي. دغه تصفیوي عملیات د افغان ځواکونو له لوري په غزني، لوګر، زابل، روزګان، هرات، فراه، بادغیس، کندهار، تخار، کندوز او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي دي.

دفاع وزارت وايي، د وسله والو یاغیانو په بېلابېلو بریدونو کې شپږ افغان سرتیري هم شهیدان شوي دي.

په وروستیو کې چې طالبانو د افغانستان په شمال او په ځینو امن ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی هم مهاله افغان ځواکونو هم په بېلابېلو سیمو کې تر جګړې وروسته په تصفیوي عملیاتو لاس پورې کړی او هڅه کوي ددغه راز بریدونو د مخنیوي لپاره د طالبانو پټن ځایونه په نښه کړي.

د کندوز تر پېښې وروسته وسله والو په فاریاب کې هم د ګرزیوان په ولسوالۍ برید وکړ، خو اوس افغان ځواکونه وايي، چې نن شنبه یې دا سیمه بیرته نیولې او وسله وال یاغیان یې په شا تمبولي دي.

تبصره وليکئ