۱۳۹۴ مرګونی کال و

د افغانستان پوليسولسمشر محمد اشرف غني په خپل پیغام کې تیرکال د افغانستان له پاره د پایښت کال بللی، هغه وایی په دې کال کې افغانانو ثابته کړه چې کولای شي په سوله ییزه توګه واک ولیږدوي.

دا کال د هیواد په وروستیو څو کلونو کې د ملکي خلکو له پاره خونړی کال بلل کیږي، د هیواد په بیلابیلو سیمو کې وسله والو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړ او د نورو کلونو پرخلاف په ژمي کې یې هم خپل بریدونه ونه درول، خو حکومت هم سولې ته د رسیدو په موخه نوې لارو چارو په لټه کې شو.

د نورو کلونو سره یې توپیر دا وو چې جګړه او تاوتریخوالی د هیواد له سویل څخه شمال او مرکزي سیمو ته هم وغځید.

د وسله والو طالبانو او ګلبدین حکمتیار په مشری د حزب اسلامي ترڅنګ داعش هم د هیواد په ختیځ کې فعالیت پیل کړ او په اچین ولسوالې کې یې لسګونه کسان تر تیغ تیر کړل .

هلمند:

امنیتي ځواکونه - کندزپه سویل او په تیره بیا هلمند کې هم تاوتریخوالي زور واخیست او وسله والو طالبانو یوځل بیا هغه سیمې بیرته ونیولې چې دولتي ځواکونو او نړیوالو ځواکونو په ډیره لوړه مرګ ژوبله خپلې کړې وې. ‌

طالبان وتوانیدل چې د هلمند موسا کلا، نوزاد او خانشین ولسوالې او د لشکرګاه ښار ځینې سیمې ونیسي. له دې امله سلګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته اوسلګونه کورنې کډې کولو ته اړې شوې.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د شمیرو له مخې په ۱۳۹۴ ل کال کې په هلمند کې  (۲۴۱) تنه وژل شوي او (۸۰۸) نور ټپیان دي ، دا دفتر وايی په وژل شویو کې څلویښت ماشومان، ۲۶ ښځې او نور نارینه دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د شمیرو له مخې په ټپیانو کې ۳۵۳  ماشومان او ۱۶۹ ښځې شاملې دي.

په هلمند کې دولتي ځواکونو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، د کورنیو چارو وزارت یوه سرچینه وايی په دې کال کې (۶۴۰) ملي پولیس، (۲۳۲) محلي پولیس وژل شوي او له زرو ډیر ملي پولیس او نیژدې دوه سوه محلي پولیس ټپیان شوي دي.

 

کندهار:

کندهارپه کندهار کې بیا د نورو کلونو په توپیر ملکي مرګ ژوبله کمه وه. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايی: په کندهار کې په ۱۳۹۳ ل کال کې د تاوتریخوالي په پیښه کې (۷۰۸) تنه ملکي وګړي وژل شوي او (۱۰۷۰) نور ټپیان دي.

په کندهار کې د دغه کمیسیون یوه غړي ویلي چې په ۱۳۹۴ ل کال کې دا شمیره ټیټه شوې او ټول ټال (۱۱۴۲) تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له دې ډلې (۶۰۶) تنه وژل شوي او پاتې نور یې ټپیان دي.

 

ننګرهار:

داعشیانننګرهار هغه ولایت چې په دغه کال کې په کې داعش خپل فعالیت پیل کړ او غوښتل یې چې د خراسان له پاره د قوماندې او همغږې یو مرکز په کې جوړ کړي.

د ننګرهار چارواکي وايی چې په تیرو ۱۲ میاشتو کې په دغه ولایت کې د وسله والو مخالفینو (طالبانو او داعش) پروړاندې څه باندې (۳۰۰) عملیات شوي چې په پایله کې یې د ( ۲۰۰۰) په شاوخوا کې وسله وال وژل شوي چې ډیر یې د داعش غړي وو.

د داعش د فعالیت لوی مرکز په اچین ولسوالې کې و، د ننګرهار د اچین ولسوال غالب مجاهد وايی په پیل کې په دغه ولسوالې کې د داعش (۱۵۰۰) غړي موجود وو خو تر وروستیو ځپلو وروسته دا شمیر اوس (۱۰۰) تنو ته راټیټ شوی دی.

داعش لاهم له دې سیمې ټول نه دي وتلي، بلکه د اچین او نازیانو په ولسوالیو کې چې د ډیورنډ کرښې په خوا کې پرتې دي وخت ناوخت یې فعالیتونه ترسترګو کیږي.

د ننګرهار د امنیې قوماندان فضل احمد شیرزاد وايی د داعش د ځپلو په موخه په  نوي کال کې هم پوره چمتو والی لري. هغه وایي: «یوازې په اچین ولسوالې کې مو زر پاڅون کوونکي ځای پرځای کړي دي»

نوموړی  وايی په ۱۳۹۴ کال کې د ننګرهار په بېلابېلو برخو کې د داعش د غړیومرګ ژوبله ۱۹۵۰ تنو ته رسېږي او په اچین، نازیانو او کوټ ولسوالیو کې د دغه ډلې مرکزونه په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

پرداعش سربیره وسله والو طالبانو هم په جلال آباد کې د هند د کنسلګرې په شمول په څو ځایونو وسله وال بریدونه وکړل.

 

بلخ:

بلخپه بلخ كې هم دا كال خونړى و، د وري په شلمه څلورو وسله والو د بلخ په څارنوالى بريدوكړ. په دې بريد كې اتلس تنه ووژل شول او نيژدې اويا نور ټپيان شول.

د غبرګولي د مياشتې په نيمايي كې د پين موسسې نهه كاركوونكي د بلخ په زارع ولسوالې كې ووژل شول. دغه موسسې د كليو پراختيا او كرنې د ودې په برخه كې كاركاوه.

د غبرګولي په څوارلسمه يوه ډله وسله والو په مزارشريف ښار کې د هند په قنسلګرۍ بريد وكړ. دا بريد ۲۴ ساعته دوام وكړ. په دې نښته كې يو امنيتي سرتيرى ووژل شو او د يوه ملكي په ګډون اته سرتيري ټپيان شول.

 

کندز:

وسله والو طالبانو د تلې په شپږمه د دوشنبه په سهار په کندز ښار برید وکړ او دا ښار یې په بشپړه توګه ونیو. دا ښار څو ورځې له وسله والو طالبانو سره و، چې وروسته  دولتي ځواکونو د نړیوالو ځواکونو په ملاتړ بیرته ونیو.

د ملي دفاع وزات د مالوماتو له مخې د کندز ښار د نیولو په عملیاتو کې (۱۵۰) وسله وال ووژل شول او (۹۰) نور ټپیان شول. نړیوالو ځواکونو په کندز ښار کې د بې پولو ډاکټرانو په روغتون برید وکړ او له لسو ډیر ډاکټران او روغتیاپالان یې ووژل.

Leave a Reply

Your email address will not be published.