۲۲ داعش او طالب جنګیالی په کوټ کې وژل شوي دي

B5FF000A-A567-497F-8542-۲۲ داعش او طالب جنګیالی په کوټ کې وژل شوي ديد افغانستان د امیتي ځواکونو سرچينې وايي د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې یې ۲۲ داعش ا وطالب جنګیالي وژلي او ۲۱ نور یې ټپیان کړی دي.

دافغان ځواکونو له خوا دغه تصفیوي عملیات شپږ ورځې مخکې شروع شوي او لا دوام لري. د ننګرهار د پولیسو یاند حضرت حسین مشرقیوال وايی د شاهین نهه په نوم دغه عملیات به د ننګرهار په مختلفو سیمو کې دوام وکړي او په ترتیب سره به د ننګرهار هغه ولسوالۍ له وسله والو مخالفینو پاکې کړي چې په وروستیو کې یې د ختیځو ولایتونو امن ګواښلی دی.

پولس وايي په عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته زیانونه کم دي او وايي ډیر کلي یې په بشپړه توګه پاک کړي دي.

پولیسو ویاند دغه راز زیاتوي چې د سیمې خلک هم ورسره جدي همکاري کوي چې وسله وال یاغیان له سیمې وشړي.

په وروستیو دوو میاشتو کې دننګرهار د سرحدي ولسوالیو امنیتي وضعیت د وسله والو مخالفینو په امن پناځایونو بدل شوی دی، او زیاتره داعش او طالب جنګیالي له پولې پورې غاړې رااوړي، د خلکو په کورونو کې اوسېږي، خلک ځوروي، ځايي خلک یې کډوالۍ ته اړ کړي او په زیاترو سیمو کې یې ښوونځي تړلي او ښوونکي یې ګواښلي دي.

تبصره وليکئ