۳۰۰ وسله وال یاغیان وژل شوي‌ خو جګړه لاهم ختمه نده

۳۰۰ وسله وال یاغیان وژل شوي‌ خو جګړه لاهم ختمه ندهافغان امنیتي‌ ځواکونه وايي، د کندوز د بیرته نیولو په جګړه کې یې ۳۰۰ وسله وال مخالفین وژلي‌. دوی وايي جګړه بهرنیو وسله والو یاغیانو رهبري‌کوله او په وژل شوو کې په افغان طالبانو سربیره،‌ عرب، چچین او پاکستاني‌ جنګیالي هم شامل دي.
له سیمې تازه ترلاسه شوي راپورونه په ډاګه کوي چې طالبان لاهم د کندوز ښار ته څیرمه ځینو سیمو باندې ولکه لري‌ او د افغان ځواکونو پروړاندې په سختۍ سره جنګېږي. دوی سره پرمختللې سپکې او درنې وسلې دي‌ او ددغو وسله زیاته برخه یې د امنیتي‌ پوستو او ادارو له نیولو وروسته ترلاسه کړې دي.
په سیمه کې لاهم ویره خپره ده، خلک د طالبانو له ویرې او د جګړو د ړندو مرمیو د راتګ له ډاره له کورونو بهر نه راوځي. ځايي خلک د خوړو او نوور حیاتي توکو له نشتوالي سره مخ دي،‌خو تر ټولو بده یې داچې لاهم په ولسي‌ وګړو کې سخته ویره خپره ده.

افغان ځواکونه چې بهرني مشاورین یې هم ملاتړ کوي، د کندوز په ډیره برخه حاکم شوي‌دي او دغه جګړه ګټلې ګڼي، خو خلک وايي، طالب په ډېرو کورونو او پټن ځایونو کې خځه دي.
درې ورځې وړاندې سلګونو طالبانو په کندوز ولایت ډله ییز بریدونه وکړل او په ترڅ کې یې ددې ولایت مرکز له افغان ځواکونو ونیو، دوی د ډیرو وسلو او مهماتو له نیولو سربیره د کندوز له زندان څخه تر ۶۰۰ زیات بندیان ازاد کړل چې د معلوماتو له مخې یوازې ۱۱۰ یې طالبان وو.
افغان ځواکونه لاهم په شدت عملیاتو ، جګړې او نیول شوو سیمو تصفیې ته دوام ورکوي خو لا ندي توانېدلي‌ چې ټوله سیمه پاکه کړي.

تبصره وليکئ