۶ میاشتو کې “۶ نیم زره” افغان ولسي وګړیو ته مرګ ژوبله اوښتې

۶ میاشتو کې “۶ نیم زره” افغان ولسي وګړیو ته مرګ ژوبله اوښتې

محور؛ یکشنبه، د تلې میاشتې ۲۹ مه:

د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون تازه موندنې ښيي چې د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې، نږدې ۶ نیم زره افغان ولسي وګړیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بشري حقونو وروستی راپور کاږي، د سږ کال د شپږو میاشتو د ولسي وګړو د مرګ ژوبله دا شمېرنه، د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله، ۸ سلنه لوړه ده.

د کمېسیون غړي نعیم نظري په یوه خبري ناسته کې وویل چې طالبان د پنځه اویا سلنې ملکي مرګ ژوبلې، حکومت پلوه ځواکونه د ۱۱ سلنې او داعش د درې سلنې مرګ ژوبلې مسوول دي.

په راپور کې ویل شوي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د ښځو مرګ ژوبله د تېر کال همدې مودې پرتله ۱۷ سلنه لوړوالی ښيې او د دوی په ټکو د ماشومانو مرګ ژوبله هم ۲۶ سلنه ډېره شوې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.