‍ټرمپ: اوباما د ترکیې او کردانو د جګړې د پیل مسوول دی

‍ټرمپ: اوباما د ترکیې او کردانو د جګړې د پیل مسوول دی

محور؛ سه شنبه، د تلې میاشتې ۱۶ مه:

د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ وايي، اوباما د کردانو او ترکیې ترمنځ د جګړې د پيل مسوول دی.

ټرمپ ترکیې ته خبرداری ورکړی دی، که يې سوریه کې د عملیاتو پر مهال انساني  حقوق تر پښو لاندې کړل، د امریکا له سخت  غبرګون سره به مخ شي.

هغه ویلي امریکا په سوریه کې  داعش ډله له ماتې سره مخ کړې ده او نور د جنګ توان نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې ترکیې تېره ورځ سوریه کې د پوځي عملیاتو د پیل لپاره د چمتووالی خبر ورکړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.