د نعیم بلوڅ پرکور موټر بم یو نفر وژلی درې زخمیان دي

د نعیم بلوڅ پرکور موټر بم یو نفر وژلی درې زخمیان ديطالب یاغیانو د کابل ښار ددارالامان په سیمه کې د یو پخواني دولتي چارواکي پرکور برید کړی دی. راپورونه وايي، د روسیې سفارت ته څیرمه لومړني ځانمرګي بریدګر د هلمند د پخواني والي نعیم بلوڅ چې یووخت د ملي امنیت مرستیال هم و، د کور مخ ته موټر بم چاودنه کړې او وروسته دوه نور ځانمرګي د نوموړي انګړ ته ننوتل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، چې د برید پرمهال ښاغلی بلوڅ په کور کې نه و، اوس ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د ځانمرګو پرضد جګړه پای ته رسېدلې ده
لومړني راپورونه وايي، چې په برید کې له ځانمرګو علاوه یو کس وژل شوی او پیښه درې ټپیان لري.

د برید او ډزو غږونه تر لرې لرې اورېدل کېدل.
ځینې رسنۍ وايي، چې د برید موخه د روسیې سفارت وو، چې د نعیم بلوڅ کور یې سنګر جوړاوه خو سملاسي سفارت ته زیان ندی رسېدلی.
طالبانو ادعا کړې، چې د ملي امنیت په یوه څانګه یې برید کړی دی. دوی وايي، ملګري یې لاهم په جګړه بوخت دي او د زیاتو تلفاتو خبره کوي.

تبصره وليکئ