د معتادینو کمپ ونړول شو خو معتادین زموږ کورونو ته راغلل

د معتادینو کمپ ونړول شو خو معتادین زموږ کورونو ته راغلل

پول سوخته ته څیرمه سیمو خلک وايي، د معتادینو د کمپ له نړولو سره یې د کورونو امنیت زیانمن شوی او دشپه مهال ټول معتادین زموږ د کورونو په دروازو کې پراته وي او هڅه کوي، هرڅه په لاس ورشي غلا یې کړي.

ددغو معتادینو شمیر چې زرګونو ته رسېږي، کوټه سنګي ته څیرمه ټولې سیمې ورسره ناامنه شوې، د کورنو مخو ته د ولاړو موټرو هندارې غلاکوي، له جوماتونو او حتی د کورنو له حجرو بوټونه غلا کوي او دکانداران وايي هره ورځ حداقل د ورځې یوځل یې له دکانونو غلا کېږي.

دغه معتادین د ښار په هره کوڅه، پارک او عامه لارو کې یوه ډله سره راټول وي، څادرونه یې په سرونو راکش کړي وي نشه يي توکي څکوي او یا پیچکارۍ لګوي.

ښاریان شکایت کوي چې دولت هغوی خوندي ځایونو ته وانه استول، د تجمع ځای یې وران کړ او ټول کورونه او سیمه یې د معتادینو له هجوم سره مخ کړې ده.

صفی الله وايي لورګانې یې وېرېږي او ښوونځي ته نشي تللی. دی وایي زما ماشومان د افشارو ښوونځي کې درس وايي، خو ښوونځي ته په لاره معتادین دېره دي او ماشومان ویروي. صفی الله وايي لورګانې مې له معتادینو ویریږي او له یو رواني کشمکش سره مخ دي.

په کوټه سنګي کې کراچۍ وانان وايي هره ورځ یې له لاسي ګاډیو یو شی غلا کېږي، دوی اوايي ښه یې وپیژنو چې معتادینو مو توکي یوړل خو ځکه پسې نشو ځغستلای چې بل معتاد له موقع ګټه اخلي او بل شی غلا کوي. ددوی په خبره کراچۍ وانان او دستفروشان د معتادینو له خوا محاصره دي.

د کابل پوهنتون استاد نقیب الله چې په خوشال مېنه کې اوسېږي وايي، هر سهار چې راځم وینم ځوان او دریشي کړي هلکان راځي او د سیلو په سرک دېره معتادینو ته نشي توکي ورویشي. د معتادینو ډلې په نشي توکو پلورونکو ورټولې وي او داسې یوه صحنه جوړوي لکه هغوی چې خیرات کړی وي او په خلکو یې ویشي.

امنیتي ځواکونو تر پل سوخته لاندې دېره معتادین د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له سیمې خواره کړل خو د هغوی د اصلاح، تداوۍ یا مخنیوي لپاره یې هیڅ ونکړل. دغو معتادینو چې شمیر یې په کابل کې تر لسو زرو هم اوړي ټول ښار چټل کړی او ناامنه کړی دی.

تبصره وليکئ