۷۰۰۰،۰ افغانانو په روان کال کې د اروپا په نیت وطن پرېښودی دی

د افغانستان د کډوالو وزارت وايي د ۲۰۱۵ کال له پیله ۷۰۰۰،۰ افغان ځوانان له خپل وطن څخه په اروپايي هېوادونو کې د میشتېدنې په نیت کوچېدلي دي.

د کډوالو چارو د وزیر سید حسین عالمي بلخي په وینا دا شمېره د افغان کډوالۍ ۱۲ سلنه جوړوي.

econ_greece02__01__630x420

د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې افغان وزیر له ځوانانو وغوښتل چې د کډوالۍ په نیت دې یو ناروښانه سفر نه پیلوي او وطن د ځوان نسل دخدمت په تمه دی.

ښاغلی عالمي دغه راز وویل چې افغان دولت هڅې کوي چې د کډوالو ستونزې له اروپا سره حل کړي او او په راتلونکې میاشت کې به یو افغان پلاوی د ولسمشر غني په مشرۍ په سویس کې د کډوالو په وضعیت  په یو کنفرانس کې ګډون وکړي.

د افغانستان دکډوالو وزیر مني چې د افغان ځوانانو د کډوالۍ د تراژیدۍ ستر لاملونه ناامني، د کارنشتوالی او کمزوری اقتصاد دی چې خلک یې د ایندې په اړه اندېښمن کړي دي.

وزیر وویل له سختو لارو له کډوالۍ څخه د ځوانانو منع کولو ترڅنګ هڅه کوي د کډوالۍ په برخه کې له هغو هېوادونو سره خبرې وکړي چې افغان کډوال ور رسېدلي او دژوند په ښه حالت کې ندي.

په وروستیو کې چې د طالبانو جګړو زور واخیست او ورسره په افغانستان کې دداعش د راتګ په اړه میډیايي توندې څپې حاکمې شوې، په افغانستان کې د ژوند اوثبات په اړه یې په خلکو او رواني فضا خورا ناوړه اغېږه کړې او هره ورځ ډلې ډلې خلک د ایران او ترکیې له لارې په ترینګلو شرايطو د قاچاقچیانو په مرسته اورپايي‌هېوادنو ته د تېښتې هڅه کوي.

 

 

تبصره وليکئ