طالبان به عملاً‌ په دوو برخو وویشل شي

د افغان طالبانو یو ویاند ويلي‌ نور نو یې تحریک هغې مرحلې ته رسېدلی چې په دوو برخو وویشل شي.
دغه ویاند، اکسپریس تربیون ته ويلي، د واحد مشرتابه پرسر نه جوړېدو د طالبانو ګڼدلې هسته ماته کړې ده.
اکسپریس تربیون لیکي چې د طالب ویاند په خبره یوه ډله طالبان به له افغان دولت سره ترپخلاینې غوره وګڼي چې له اسلامي دولت جنګیالیو سره یوځای شي او په افغانستان کې د خپلې بقا لپاره ځای ومومي. ددوی په خبره چې ددوی یو لوی شمیر ملګري به د داعش په لیکو کې جګړې ته دوام ورکړي او په اوږد مهال کې به دداعش د بري په تمه وي.

filesخو ددې ترڅنګ ځینې طالبان هڅه کوي چې له افغان دولت سره دخبرو دویم پړاو پیل کړي. په دغو خبرو کې چې پاکستان ښکېل دی، تمه نه کېږي، چې دطالبانو له خوښې سره سمې دې ترسره شي او که احتمالاُ پاکستان دغه ډله طالبان له افغان دولت سره پخلا کوي هم، نو هم د پاکستان او هم د طالبانو به دا تمه وي چې افغان دولت په قانون کې د هغوی په خوښه تعدیلات راولي او هم دولتي مهم پوستونه ورکړي.
ځینې شنونکي وايي، له طالبانو سره د خبرو اترو برخلیک او مثبته نتیجه یې هم ډېره د وړاندوینې وړ نده او ښايي ځینې طالبان له خبرو وروسته هم بې برخلیکه یا دپاکستان دګټو ښکار شي.
په طالبانو کې اختلافات له هغې وروسته ډېر جدي شول چې د ملا عمر د مړینې خبر رسوا شو او په یو عجولانه تصمیم سره ملا اختر منصور ځان د طالبانو مشر او د ملا عمر د ځایناستي په توګه اعلان کړ.

تبصره وليکئ