د بست پوهنتون یو استاد د خطرناکو بریدونو د طراحۍ په تور نیول شوی

د افغانستان ملي امنیت د هلمند په مرکز لښکر ګاه کې د تر ټولو ستر خصوصي پوهنتون استاد مولوي عبدالعلي د ځانمرګو بریدونو د تنظیمونې په تور نیولی دی.

عبدالعلي د لښکرګاه ښار په ساپیانو کې اوسېده او د بست خصوصي پوهنتون کې د تدریس پرمهال نیول شوی دی. راپورونه وايي‌له ده سره یې دوه نور ملګري هم د لښکرګاه له یوې دیني مدرسې نیول شوي دي.

عبدالعلي اعتراف کړی چې د هلمند په دوولسو هغو سترو حملو کې یې لاس درلود چې په وروستیو کې په بېلابیلو سیمو کې ترسره شوې دي. ملي امنیت د علي‌ د نیولو ګام له هغه وروسته واخیست چې په ګرشک ولسوالۍ کې یو ځانمرګی ونیول شو او چاودیدونکي توکي یې په چپلکو کې ځای پرځای کړي وو.

د مولوي عبدالعلي دوه نور ملګري‌ د لښکرګاه د یوې ديني مدرسې زده کوونکي عبدالمالک او اغا محمد دي. دغه مدرسه د سیمې د یو دیني عالم مولوي عنان ده، چې امنیتې قوماندانۍ ته څیرمه موقعیت لري.

ځايي خبریالان وايي مولوي عنان له طالبانو سره اړیکې نلري، خو ښايي‌ خواخوږي یې ورسره وي، او حتی امکان شته په مدرسه کې دننه د وسلوالو مخالفینو له فعالیتونو هم خبرولري.

په افغانستان کې زیاتره دیني مدرسې د طالبانو لپاره مناسب پناځایونه دي، که څه هم دا مدرسې ډېره سابقه لري، خو طالبان خپل جنګیالي ملګري له همدې ځایونو څخه په نښه کوي او خپلو تشکیلاتو ته یې راولي.

 

تبصره وليکئ