چین د افغانستان د بیا ودانولو لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتونکی شو

چین د افغانستان د بیا ودانولو لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتونکی شود چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، نن د نیویارک په هغې غونډه کې، چې د افغانستان د بیاودانولو او په دې چاره کې د سیمه‌ایزې همکارۍ د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې وه، وویل چې د افغانستان د بیاودانولو لپاره باید نړیواله ټولنه په خپلو ژمنو وفا وکړي.

دا غونډه د چین، امریکا او افغانستان په ګډې همکارۍ رامنځته شوې وه او د نړۍ تر ۳۰ زیاتو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړو مقاماتو پکې ګډون کړی و.

په دغې غونډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر پر دې ټینګار وکړ چې د یو جنګ‌ځپلي هېواد په توګه، افغانستان یو نوی پړاو تجربه کوي چې پر زرینو چانسونو او د سولې، ثبات او بیا ودانۍ لپاره هیله‌مندۍ سربېره له ډېرو ګواښونو سره هم مخ دی.

وانګ وویل د افغانستان سوله‌ییزه بیاودانونه او اقتصادي پرمختګ د نړیوالې ټولنې ټینګ ملاتړ او د لومړیتوبونو په ګډه سره پېژندلو کې ضمانت ته اړتیا لري.

تر ټولو د مخه، نړیواله ټولنه باید د افغانستان د ملي‌یووالي د حکومت ملاتړ وکړي چې د ولسمشر اشرف غني او اجرئیه رییس ډاکټر عبدالله تر مشرۍ لاندې د ملي یووالي په رامنځته کولو او د سولې په راوستلو کې هڅه کوي.

دویمه دا چې نړیواله ټولنه باید د سولې لپاره د افغانستان دننه او بهر چاپېریال برابر کړي؛ او د افغانستان حکومت وهڅوي چې له طالبانو سره د خبرو پر جاري ساتلو سربېره له پاکستان او نورو ګاونډیانو سره خپلې اړیکې ښې وساتي.

درېیم باید نړیواله ټولنه افغانستان سره مرسته وکړي چې په خپل مټ د پرمختګ لور ته رهي شي او دننه خپل ظرفیتونه وروزي.

په اخره کې، د دې لپاره باید هڅې وشي چې افغانستان په نړیواله ټولنه کې خپل ځای ومومي او ملاتړ یې وشي چې په سیمه‌ایزو او نړیوالو همکاریو کې پوره برخه واخلي؛ تر څو افغانستان وتوانيږي چې د لا پراخو اړیکو په رامنځته کولو سربېره د انرژي، ټرانسپورټ او سیمه‌آیز تجارت لارو ته لاسرسی ولري.

وانګ د یو خپلواک او د افغانانو لخوا رهبري کېدونکي اافغانستان د رامنځته کولو به لار کې د چین هڅو ته اشاره وکړه او دا یې څرګنده کړه چې د دغو اهدافو رسېدو په لار کې به تل له افغانستان ستر څنګ ولاړ وي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې چین په افغانستان کې د اوبو لګولو، د تعلیم د ودې په لار کې د هڅو، او تر زرو تنو زیاتو افغانو متخصصینو په روزلو او نورو لویو پروژو په ترسره کولو سره په خپلې کړې ژمنې ولاړ هېواد دی.

چین همدا راز د نورو ډېرو هراړخیزو پروژو په ترسره کولو کې ژمن دی او دم ګړۍ د امریکا متحده ایالاتو سره په ګډه د افغانو دیپلوماتانو د روزنې لپاره یوه څلور کلنه دوره تمویلوي چې وروسته به په دې برخه کې د زراعت، ټکنالوژۍ او طب څانګې هم زیاتې شي.

وانګ همدا راز یادونه وکړه چې چین له افغانستان څخه دا هیله لري چې له خپلو جغرافیوي سرچینو پوره ګټه واخلي او له چین سره د ورېښمو د لارې د اقتصادي کمربند د رامنځته کولو په لار کې له هڅې سربېره سیمه‌ایزې سولې او پرمختګ ته کار وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وروسته یادونه وکړه چې د چین او امریکا تر منځ د اړیکو ښه کېدا او همکاري به مرسته وکړي چې د افغانستان په شمول سیمه‌آیزې ستونزې په ښه توګه حل شي.

د ملي یووالي حکومت تر رامنځته کېدو وروسته ډېرې بریاوې لرلې دي. خو بیا هم د سولې په راوستو، ټولنیز پرمختګ، او اداري ظرفیتونو په رامنځته کولو کې ګواښونو سره مخ دی چې د دې لباره د نړیوالې ټولنې دوامدار ملاتړ ضروري دی.

د افغانستان اجرييوي رییس، ډاکټر عبدلله او د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌‌الدین رباني د چین او نورو ټولو ملکونو مننه وکړه چې په افغانستان کې یې د بیاودانۍ او ټولنیز پرمختګ د راوستو لپاره مرسته کړې.

دوی هیله څرګنده کړه چې نړیواله ټولنه به د تروریزم سره په مبارزه او د افغانستان د اقتصاد په وده کې دوامداره مرسته وکړي.

تبصره وليکئ