په ننګرهار کې داعش ۵۷ ښوونځي تړلي دي

د ننګرهار د پوهنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د داعش په نوم د وسله والو له خوا ۵۷ ښوونځي تړل شوي او له کبله یې نږدې ۳ سوه زره زده کوونکي له تعليم بې برخې شوي دي.

images (3)

داعش په نوم وسله وال چې په طالبانو پسې یې یوناڅاپه ختیځ ولایتونو او په تېره ننګرهار کې خپل فعالیتونه ګړندي کړل اوس هڅه کوي یو پربل پسې د سیمو په لاندې کولو سره هلته لومړی په معارف اغېز پرېباسي او دنیول شوو سیمو ښوونځي وتړي.

اچین، چپرهار، شینواري او د سپین غر لمنو ته څېرمه اکثره سیمې چې دداعش جنګیالیو پښه ورداخله شوې هلته د اکثرو ښوونځیو دروازې تړل شوې دي.

د پوهنې ریاست ویاند اصف رسنیو ته ویلي، د ولایت د پوهنې ریاست هڅه کوي، د قومي مشرانو، مخورو او علماوو په مرسته له داعش وسله والو سره د جرګې په ترڅ کې له هغوی وغواړي چې د تعلیم د بهیر په مخ کې خنډ نشي.

خو د سیمې خلک وايي داعش جنګیالي چې اکثرو یې مخونه پیچلي وي له خلکو سره د هیڅ راز اړیکو او ناستو یا مرکو لیوالتیا نلري او حتی په نږدې موقعیت کې یې تېرېدل عامو وګړو ته یو جدي ګواښ‌دی. داعش جنګیالي له خلکو سره هیڅ راز اړيکې نه پالي او په هرچا شک کوي. دوی وايي‌ ستونزمنه ده چې داعش دې د معارف د بهیر د خوندي ساتلو لپاره له افغان دولت یا قومي مشرانو سره جرګه کې کېني.

د داعش له داعیې سره سم دا د خراسان سیمه ده، چې د ډیورنډ کرښې دواړه غاړې پکې سملاسي د لالهانده داعش جنګیالیو لپاره د جنګي قرارګاه یا د میشتېدنې د مرکزیت رول لري. د سیمې خلک وايي نه یوازې چې د ډیورنډ بر لوري ته بلکې د قبایلو په سیمو کې هم د لومړي ځل لپاره هغه ښوونځي تړل شوي چې د طالبانو په وخت کې پرانستي‌ وو.

دداعش د فعالیتونو په لومړي سر کې د ښوونځیو تړل د اجندا برخه ښکاري او شنونکي‌ وايي دا یوه اوږده تراژیدي ده چې د اسلامي جنګیالیو په لاس یې لارنقشه کښل کېږي او هم غواړي د قبایلي‌سیمو پښتون نوی نسل نالوستی وي، ترڅو د اجورتي جګړو لپاره د طالب، القاعده او داعش په څیر سخت دریځو جوړښتونو ته جنګیالی ځواک تولید کړي.

 

تبصره وليکئ