د اروپايي اتحادیې اندېښنه: داعش په افغانستان کې پیاوړی کېږي

اروپايي اتحادیې په افغانستان کې د داعش د پیاوړي کېدو په اړوند اندېښنه ښودلې او وايي چې غرب باید په سوریه کې کړې خطاګانې افغانستان کې تکرار نکړي.

د اروپايي اتحادیې اندېښنه: داعش په افغانستان کې پیاوړی کېږيفرانس میخایل ملبین، د افغانستان په چارو کې د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی وايي:

« داعش په تېرو څو اوونیو کې په افغانستان کې خپلې تشکیلاتي شبکې ته پراخوالی ورکړی؛ په ننګرهار کې یې ډېر ځایونه ویجاړ کړي، د قومونو ډېر مشران او سپین ږیري یې په ډېرې بېرحمۍ وژلي، له طالبانو سره په جګړه اخته دي، ډېرې کورنۍ یې اسیرې نیولي او د ښځو لپاره یې ډېر محدودیتونه رامنځته کړي»

د اروپايي اتحادیې یو بل لوړ مقام په یوې آلماني ورځپاڼه کې لیکي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه داعش سره په جګړه اخته دي خو دم ګړۍ د افغانستان د دولت ټول پام نورو هغو سیمو ته دی چې د طالب له ګواښ سره مخ دي.

هغه زیاتوي چې په افغانستان کې د داعش خطر ته باید په کمه سترګه ونه کتل شي؛ کټ مټ لکه غربي شنونکو چې په سوریه کې داعش یو کمزوری ځواک بللی و. هغه وايي په افغانستان کې د داعش له منځه وړلو لپاره د یوې اغېزمنې ستراتېژۍ اړتیا لیدل کېږي.

د ملبین په باور داعش به ونکړای شي چې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو لپاره یوه پراخه فضا پیدا کړي؛ ځکه افغانان له دغې ډلې سره په اسانۍ نه یو ځای کېږي. خو وايي د دې امکان شته چې د طالبانو تندلاري غړي له داعش سره یو ځای شي.

په داسې حال کې چې د طالبانو د پوخلا کولو لپاره هڅې روانې دي، دا له اټکله لرې نه ده چې ناخوښه او افراطي طالبان به د داعش خوا ته واوړي.

داعش د مخالفو فکرونو خاوندانو سره ډېر وحشي چلند کوي. دغه تروریستي سازمان چې په عراق او سوریه کې یې ډېر ښارونه او مهم ځایونه تر لاس لاندې کړي، اوس هڅه کوي افغانستان کې هم د ځان لپاره ځای پیدا کړي.

تبصره وليکئ