داعش په افغانستان کې د نشي توکو په مسیرونو حاکم شوی

د اسلامي دولت په نوم ډلې جنګیاليو، چې په افغانستان کې د طالبانو له زړې ډانچې زيږېدلي د یو منظم پلان له مخې په هغو سیمو کې په عملیاتو او سنګرونو جوړولو تمرکز کړی چې یا نشي توکي پکې کرل کېږي، تولیديږي او یا له هغو لارو نورې نړۍ ته یې قاچاق کېږي.

د ننګرهار ولایت سرحدي سیمې چې هم پکې د تاریاکو کرکېله په تیرو لسوکلونو کې نه وه درېدلې او هم وړې کارخونې هلته خورا ډېرې دي دداعش لپاره د نظامي فعالیت لومړنۍ سیمه ده. په دغو سیمو کې پخواني طالبان حاکم وو، خو په منظم ډول یې هلته د استوګنې کمپونه نه وو جوړ کړي.

له سیمې ترلاسه شوي معلومات په ډاګه کوي، چې داعش وسله والو د سیمې له قاچاقچیانو سره اړيکې جوړ کړي او په دې توګه هڅه کوي د خپل جنګ لپاره د نشيي‌ توکو غني سرمایه وکاروي. په اچین او د شینوارو په لویه حوزه کې داعش جنګیالیو له بزګرو سره چلند ډیر بد دی، خو ویل کېږي، ددې سیمې کروندې د سیمه ییزو نشي توکو سوداګرو په کنټرول کې دي او په دې توګه به بزګر ددوی په ګټه وکارولی شي.

د مقاومت له اړخه کنړ او نورستان د طالبانو لپاره خوندي‌ سیمې وې، خو داعش برعکس د ننګرهار دسرحدي ولسوالیو په بربنډو او نسبتاً ناامنو یا په عملیاتو کې عادي سیمو کې اړولي‌دي.

دغه راز داعش جنګیالي په بدخشان کې هم پراخې سیمې په ولکه کې لري. له دې کبله چې د طالبانو او داعش جنګیالیو ترمنځ د جګړې یا د قدرت پرسر د مقابلې امکان زیات دی، نړیوالې رسنۍ له بدخشان څخه د داعش په شتون راپور نه ورکوي، افغان خبریالان سیمې ته د امنیتي ګواښونو له وېرې ندي ورغلي او په عامه کچه د داعش په لاس لاندې شوې د بدخشان سیمې د خواله رسنیو استعمالوونکي نلري.

بدخشان ته داعش جنګیالي د چترال له لارې رسول شوي خو اوس یې له ننګرهار، کنړ او ځینو نورو سیمو سره خپله ځمکنۍ لاره ګڼډلې ده.

بدخشان د نشي توکو د لېږد مهمې لارې لري او په تېره لسیزه کې نړیوالو قاچاقچیانو تر هلمند او ختیځه ددې سیمې د نشي توکو د سوداګرو رابطه سره ټینګه کړې وه.

د منځنۍ اسیا هېوادونو او همدارنګه روسیې او چين هم دنشي توکو په کاروبار د داعش احتمالي تسلط د اندېښنې وړ ګڼلی او د روسې د بهرنیو چارو وزیر یتالي د امنیت په شورا غږ کړی، چې د نشي توکو د سوداګرۍ د مخنیوي په برخه کې دې په افغانستان کې بیړنیو اقداماتو ته لاره هواره کړي.

تبصره وليکئ