په لندن کې مېشتو افغانانو په افغانستان کې د پاکستان د مداخلې په خلاف لاریون

تېره ورځ د انګلستان په پلازمېنه لندن کې مېشتو افغانانو په افغانستان کې د پاکستان د سیاسي مداخلې په خلاف یو پراخ سوله‌يیز لاریون ترسره کړ.

لاریون کوونکو ویل چې له ترهګرو څخه د پاکستان ملاتړ اوس د نړۍ له سترګو پټ نه دی. پاکستان د ترهګرو ډلو د ملاتړ په مټ غواړي افغانستان کې خپلې سیاسي موخې پلې کړي. پاکستان له پیله د نړۍ په کچه د ترهګرو لپاره خوندي ځای دی.

دوی ویل افغان ولس له لسیزو راهیسې د پاکستان د دغو ناوړو پالیسیو سره لاس او ګرېوان دی او په سلګونو بېګناه افغانان د دغې هېواد د ناوړه سیاست قرباني شوي دي.
دوی وویل چې موږ په انګلستان کې د مېشتو افغاني ټولنې په حیث د پاکستان دغه عمل غندو په دې توګه راټولېدو سره غواړو خپل غږ تر نړیوالو ورسوو. د طالبان، حقاني شبکې او نورو تروریستي شبکو په مټ د پاکستان مداخلې یوازې په تېرو څو میاشتو کې د زرګونو بېګناه افغانانو ژوند اخیستی.

په پای کې یې د پاکستان ته ګواښ وکړ چې کوم اور چې دوی افغانستان کې رسولی اسلام‌اباد ته د رسېدو‌ په حال کې دی. پاکستان باید د دغو تروریستي ډلو ملاتړ نه لاس واخلي. د پاکستان له ملته یې هیله وکړه چې د پاکستان د دولت د ظلمونو په خلاف غږ پورته کړي او دا ناروا وغندي. او، له ملګرو ملتونو څخه یې وغوښتل چې په پاکستان اقتصادي تحریمونه وضعه کړي تر څو نړۍ او افغانستان د تروریستي بریدونو شاهد نه وي.

تبصره وليکئ