د رباني د مرګ په اړه تحقیقات لاهم د جمعیتیانو د اختلاف ټکی دی

د جمیعت پخوانی مشر او یو مهال د افغانستان جمهور ریس برهان الدین رباني په خپل میلمستون کې د طالبانو له یو استازي سره د خواله پرمهال ظاهراً‌ د یو ځانمرګي برید په ترڅ کې ووژل شو.

ددغې موضوع د څېړنو لپاره حکومت اخري خبره همدا وه، چې طالب مرکچي په رباني برید کړی، خو ځینې جمیعتیانو په جدي ډول غوښتل دا موضوع له نورو اړخونو هم وڅېړل شي.

Burhanuddin-Rabbani

د رباني د مرګ د علت معلومولو پرسر په لومړۍ درجه جمیعتیانو کې شدید اختلافات پیدا شول او ځینې دې تنظیم ته منسوب مشران وايي، رباني ته نږدې ځینې کړۍ غواړي له دې موضوع لاس واخیستل شي.

د افغانستان د استخباراتو پخوانی مشر امرالله صالح وايي، دی په قضیه کې نوي اړخونه ويني او په جدي ډول ددغې پیښې د څېړلو پلوی و، خو له هماغه راهیسې داسې ښکاري چې ځینې کسان دده د ادعا په مخ کې ولاړ دي. د صالح وايي:

((‌زه د استاد جنازې ته پرېنښودل شوم او هرځل چې یې تلین ته د تګ هڅه کوم زما ممانعت کېږي))

صالح ادعا کوي چې داځلې هم د رباني د تلین غونډې ته له تګ منع شوی دی.

بل اړخ ته عطامحمد نور د رباني د مرګ له ناڅرګندو عواملو څخه د خپلو سیاسي حریفانو پرضد کار اخلي او په دې توګه یې د سولې شورا پخوانی مشر او اوسنی ددفاع وزیر معصوم ستانکزی چې د عطا سرسخت رقیب ګڼل کېږي، په همدې پلمه هروخت تر فشار لاندې راوستلی دی.

په لومړیو کې په مارشال فهیم نیوکې وې، چې په دغه تحقیقاتو کې د جمیعت د یو نامتو په حیث جدي ندی، خو اوس مهال همدا غوښتنه د عبدالله عبدالله په میز پرته ده، چې ورسره له تماس نیولو ځان غړوي.

ځینې جمیعتیان وايي، د رباني د مرګ د کره تحقیقاتو اصلي مدعي مرجع باید د هغه کورنۍ او په ځانګړې توګه صلاح الدین رباني وای، خو دوی ادعا کوي چې صلاح الدین ته دولتي‌ واک او د سولې شورا د پلار د مرګ په سوغات کې ورکړل شوې وه.

د جمیعتیانو ترمنځ د رباني د مرګ پرسر په تحقیقاتو پیلولو اختلاف په ډاګه کوي، چې دوی یو پربل هم شک لري، او حتی په ډاګه کوي چې هغه برید تر یو ځانمرګي زیات ښايي یوه خپل منځي توطیه وي.

تبصره وليکئ