برتانیې په سوریه کې خپلو پیلوټانو ته د روسي جهازونو د ویشتلو اجازه ورکړې

په داسې حال کې چې د غرب او روسیې تر منځ حالات ورځ تر بلې په خرابېدو دي، د برتانیې هوايي ځواک (RAF) خپلو پیلوټانو ته په سوریې او عراق کې د روسي پوځ د ویشتلو اجازه ورکړې، البته یوازې د خطر او ګواښ احساس په صورت کې. دا خبر ښيي چې روسیه او برتانیه مخامخ جګړې ته یو قدم نور هم نیږدې شوي.

برتانیې په سوریه کې خپلو پیلوټانو ته د روسي جهازونو د ویشتلو اجازه ورکړېد برتانیې د هوايي ځواک پیلوټانو ته امر شوی چې د سوریې او عراق په داعش ضد عملیاتو کې له روسي جهازونو سره د تماس نه ډډه وکړي؛ خو جهازونه یې په هغو میزایلونو سمبالې دي چې یوازې هوايي هدفونه ولي. دغو پیلوټانو ته ویل شوي چې د هر راز خطر محسوسولو په حال کې اجازه لري تر څو له ځانه دفاع وکړي.

د برتانیې د دفاع وزارت یو چارواکي ویلي د دوی پیلوټان به لومړی له روسي جهازونو سره د امکان تر حده له مخامخېدو ډډه وکړي. خو که چېرې یو پیلوټ د خطر احساس وکړي او یا پرې ډزې وشي نو هغه له خپله ځانه دفاع کولی شي. دغه چارواکي زیاته کړه چې دم ګړۍ موږ داسې یو حالت سره مخ یو چې د یوه پیلوټ وژل کېدل به د سیمې په ټولو پېښو اغېز وکړي.

د برتانیې د هوايي ځواک (RAF) دغه الوتکې په داسې لنډهدف ویشتونکو میزایلونو سبمالې دي چې یوازې هوايي هدفونه په نښه کوي. د دغې هر میزایل نرخ ۲۰۰زره پونډه دی او سرعت یې د غږ له سرعت څخه ۳ چنده زیات دی. دا میزایلونه حرارت تعقیبوي او پیلوټانو ته دا کار اسانوي چې په هوا کې هر راز هدف په نښه کړي بې له دې چې خپله پیلوټ له بله اړخه په نښه شي.

د برتانیې د دفاع وزارت یو بل چارواکي ځینو رسنیو ته ویلي چې تر تېرو څو اوونیو یې ګواښ نه محسوسوله لېکن دې اوونۍ کې حالات په جدي توګه بدل شوي او اړتیا لیدل کېږي چې په اړوند ډول ځواب ورکړل شي.

د برتانیې د دولت یوه بله سرچینه وايي چې موږ مجبور یو د خپلو پیلوټانو ساتنه وکړو خو په ورته حال کې روسیې سره د مخامخ جګړې په لور قدمونه اخلو. فقط یوازې د یو جهاز ویشتل کافي دي چې د سیمې ټولې پېښې له یو مخه بدلې کړي.

تبصره وليکئ