روسیې پر داعش هوايي بریدونه پيل کړل

روسي پوځ د بشاراسد د نظام په ملاتړ د داعش په هډو باندې هوايي بریدونه پیل کړي دي. روسیه وايي د داعش د ختمولو نه علاوه هلته بل کوم پلان نلري.

روسیې پر داعش هوايي بریدونه پيل کړلد امریکا د متحده ایالاتو یو ویاند د چهارشنبې پر ورځ خبر ورکړ چې روسیې د داعش پر هډو هوايي بریدونه پیل کړي.
تر بریدونو یو ساعت مخکې روسیې امریکا ته په دې اړوند خبر ورکړی. د اړیکو د ساتلو لپاره په بغداد کې هم یو ارتباطي دفتر رامنځته شوی.

د رویټرز خبري آژانس په وینا د داعش هغه پوستې چې د حمص د ښار په څنډو کې دي د روسي عملیاتو لومړۍ نښې دي خو په دې اړه یې څه نه دي لیکلي چې څو الوتکې په دې برید کې کارول کېږي.

د چهارشنبې پر ورځ، سرګي ایوانوف، د کرملین د ماڼۍ سرپرست په مسکو کې اعلان وکړ چې د روسیې پارلمان د ولسمشر پوتین پر وړاندیز سوریه کې پوځي عملیاتو سره موافقت ښودلی.
د روسیې پارلمان په دغې مصوبه کې د داعش جنګیالیو خلاف د روسیې پوځي بهرنیو عملیاتو سره خپل موافقت ښودلی. د روسیې دولت وايي چې په دې عملیاتو کې خپلو ګټو پسې نه دي. دا عملیات یوازې د داعش د پرمختګ د مخې نیولو او محدودولو په موخه ترسره کېږي.

د روسیې دولت ویلي چې سوریې ته د ځمکنیو پوځونو د لېږ کوم پلان په پام کې نلري.

ولادیمير پوتین، د روسیې جمهور رییس، په یوې مرکه کې د نړیوال تروریزم د مخې نیولو لپاره یوازینۍ لاره د هغوی تر حاکمیت لاندې ځایونو باندې برید وښود. هغه زیاته کړه چې تر څو چې د داعش او سوریې د دولت جګړه پای ته نه وي رسېدلي، روسي عملیات به دوام لري.

مخکې له دې بشار اسد، د سوریې جمهور رییس، له روسیې څخه د نظامي مرستې غوښتنه کړې وه او پر همدې خاطر روسیې په تېرو څو اوونیو کې له سوریې سره خپلو نظامی مرستو ته زور ورکړی دی؛ د دې امکان شته چې ځمکني ځواکونه هم په دې عملیاتو کې برخه واخلي.

د روسیې دولت د بشار اسد له اصلي ملاتړو څخه دی. غرب غواړي بشار اسد ګوښه شي او د سوریې ثبات یوازې د بشار اصد په شاته کېدو کې ښيي.

تبصره وليکئ