سیاف وايي، دکابلي طالبانو مخه ونیسئ

د پخواني اتحاد مشر عبدالرسول سیاف وايي، طالبان د دولت په ډانچه کې ننوتي او لومړنی کار باید همدا وي، چې د دوست په جامه کې د مخالفنیو د فعالیت مخنیوی وشي.

د اسلامي جمیعت د مشر برهاندین رباني د تلین په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې سیاف وویل

((‌ موږ باید خپلې لیکې تصفیه کړو او د هغو طالبانو مخه ونیسو چې د افغانستان له وجود څخه پر افغانستان ګذار کوي.))

655-402-abdul-saiaf

د هغه اشاره د سولې شورا د هغه غړي خبرو ته وه چې د احمدشا مسعود د تلین په ورځ د سیاف د خبرو په غبرګون کې یې کړې وه، د طالبانو دغه پخواني خواخوږي ويلي وو، د سیاف لاس خو ملا عمر ته ونه رسېد چې ویې وژني خو دطالبانو لاس به ژر سیاف ته ورسېږي چې ویې وژني.

سیاف وايي، د نظام لویه کمزوري داده چې اکثره مخالفین یې په وجود ننوتي، ډالري معاشونه اخلي، افغان سرتیرو یې امنیت خوندي کړی، له هیوادنیو مزایانوو خوند اخلي‌ خو په خبره یې ((‌هګۍ د ای اس ای په مرغانچه کې اچوي))

ده په حکومت غږ او خلکو غږ وکړ، چې دداډول پټو بلاګانو په اړه دې کوټلي ګامونه واخلي.

له تیرو اتو کلونو راهیسې په افغان حکومت نیوکې دي، چې زیاتره د نظام وسله وال مخالفین د نظام له دننه څخه تغذیه کېږي، محرمو معلوماتو ته لاسرسی لري او په افغانانو له دې کبله فخر فروشي کوي، چې دوی طالبان دي خو په پاکستان کې نه اوسېږي.

تبصره وليکئ