طالبانو د غزني زندان مات کړی؛ سلګونه بندیان تښتېدلي دي

طالبانو تېره شپه د غزني ولایت په مرکزي زندان حمله کړې او سلګونه بندیان یې له زندانه ازاد کړي چې زیاتره یې طالبان وو.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي وايي، چې له زندانه ۳۵۲ زندانیان د طالبانو د برید په ترڅ کې په تېښته بریالي شوي دي چې ۱۴۰ یې یوازې طالب بندیان دي.

علي وايي اوه طالبان او څلور امنیتي سرتېري پرزندان د جګړې پرمهال وژل شوي دي.

ذبیح الله مجاهد چې دطالبانو په استازیتوب له رسنیو سره خبرې کوي وايي او دریو ځانمرګو د زندان په دروازه او ننوتو لاره کې ځانمرګي بریدونه کړي ورپسې د وسله والو طالبانو دوهمه ډله زندان ته ننوتې او ساتونکي یې له پښو غورځولي دي.

مجاهد ادعا کوي چې ۴۰۰ زندانیان یې له بنده ازاد کړي دي.

افغان امنیتي سرچينو تر دې مهاله د زندانیانو ټوله شمیره او د تښتېدونکو دقیق امار ندي خپاره کړي.

یو افغان امنیتي مقام ویلي چې بریدکوونکو د امنیتي ځواکونو یونیفارم په تن و او په همدې ډول یې د زندان ساتونکي غافلګیره کړي دي.

په وروستیو کې طالبانو خپل جنګي تاکتیک ته بدلون ورکړی، په امنیتي پوستو، قضایی ادارو او دولتي مهمو نهادونو یې بریدونه زیات کړی دی.

تبصره وليکئ