وسله والو په هرات کې د یوې مخابراتي کمپنۍ څلور کارکوونکي وژلي

taliban-insurgentsپه هرات ولایت کې د وسله والو مخالفینو یوې ډلې هغه څلور کسان وژلي چې پنځه ورځې وړاندې یې له سیمې تښتولي وو.

دغه کسان چې غوښتل یې د انتنونو د ترمیم لپاره ګذرې ولسوالۍ ته لاړ شي په لار کې د ناپې
ژاندو وسله والو له خوا وتښتول شول او له دریو ورځو وروسته یې جسدونه په سیمه کې کې وموندل شول.

وسله والو دغه کسان په وحشیانه ډول وژلي دي او په جسدونو یې د سختو شکنجو نښې دي.

په هرات کې د پولیسو ویاند عبدالروف احمدي وايي دوی جسدونه په یوه خرابه کې موندلي‌ او وايي دا وحشت طالبانو ترسره کړی دی.

ګذره ولسوالي د هرات له ډېرو ناامنو سیمو څخه نده خو په وروستیو کې په په ټول هرات کې د ناامنۍ پیښې او د وسله والو مخالفینو تحرکات زیات شوي دي.

 

تبصره وليکئ