امریکا او ترکیه: تر څو چې اسد وي سوریه کې سوله رانشي راتلای

بارک اوبامااحمد داوداوغلو، د ترکیې لومړي وزیر، او بارک اوباما، د امریکا جمهور رییس، د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د سوریې د بحران په اړه خبرې وکړې او دا یې څرګنده کړه چې د بشار اسد په شتون کې به سوریه هېڅکله له سولې برخمنه نشي.

د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د سوریې د بحران د حل لپاره جدي هڅې روانې دي. په دې لړ کې یوه پوښتنه دا ده چې د بشار اسد راتلونکی به د سوریې په سیاسي ژوند کې څه وي. په دې برخه کې د ناتو د غړي په توګه او د سوریې د ګاونډي په توګه د ترکیې رول هم ډېر ارزښتمن دی.

احمد داوداوغلو، د ترکیې لومړي وزیر، د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د سازمان په حاشیه کې وویل چې په سوریه کې سوله یوازې د بشاراسد په نه‌شتون کې امکان لري.

د ترکیې لومړي وزیر ټینګار وکړ چې بشار اسد د سوریې د بحران اصلي لامل دی او په دغې بحران کې یې ډېر جنګي جنایتونه ترسره کړي دي. داود اوغلو په سوریه کې د یو موقت دولت د رامنځته کېدو غوښتونکی شو چې اسد او هغه ملګري یې پکې نه وي چې له ده سره په جنایتونو کې شریک وو.

احمد داوداوغلوڅه باندې درې کاله کېږي چې په سوریه کې کورنۍ جګړه روانه ده او د روسیې او امریکا د نظرونو د اختلاف له کبله د حل لارې چارې له خنډ سره مخ دي.

اوباما ایران او روسیې ته وړاندیز کړی دی چې د سوریې د راتلونکي په اړه له امریکا سره مذاکرات ترسره کړي. اوباما د دوشنبې په ناسته کې وویل چې امریکا حاضره ده له هر ملک سره، حتا له روسیې او ایران سره هم مذاکرات وکړي. ایران او سوریه هغه دوه ملکونه دي چې لا هم د اسد له رژیمه ملاتړ کوي.

 

د بشار اسد راتلونکی، د اختلافاتو اصلي موضوع

اوباما دا شرط وړاندې کړ چې د سوریې په سیاسي راتلونکي کې باید بشار اسد هېڅ ځای ونلري. هغه په دې اړه وویل: موږ نشو کولی چې د دومره وینو له بهېدو وروسته بېرته د جګړې مخکې حالت ته وګرځو.

اوباما وړاندیز وکړ چې په سوریه کې یو موقت دولت د نوي رهبر تر مشرۍ لاندې رامنځته شي. هغه وویل: اسد د خپلو خلکو د سوله‌ییزو لاریونونو ځواب په وژنو ورکړ او حتا د هغوی په خلاف یې کیمیاوي وسلې وکارولې. په کار خو دا وه چې موږ باید د بېلابېلو ډلو تر منځ د خبرو غوښتونکي وای خو حقیقت دا دی چې له داسې یو دکتاتور سره خبرې هېڅ امکان نلري.

اوباما له خپلو دې خبرو سره یو ځل بیا د ایران او روسیې په سیاستونو نیوکه وکړه. ایران او روسیه د اسد په څېره کې د ځان لپاره یو متحد ويني چې له داعش سره ښکېل دی. دا دواړه ملکونه وېره لري چې د بشاراسد په پرځولو سره به سوریه کې هغسې سیاسي تشه رامنځته شي چې د قذافي له پرخېدو ورسته لیبیا کې رامنځته شوې وه.

تبصره وليکئ