امریکایې سندرغاړی بروس په ستیج ومړ

امریکایی راک سندرغاړی بروس همپټون د خپلې اویایمې کلیزې په ویاړ په جوړو شویو مراسمو کې د سندرو ویلو پر مهال ومړ.
ښاغلی همپټون د دوشنبې په ورځ د امریکا د اتلانتیا ښار په فاکس سالون کې مایکروفون په لاس پر ځمکه پرېوت.
هلته شته کسانو ویلي: که څه هم نوموړی پر ځمکه ولوېد، خو سندریزې ډلې یې د څو دقیقو لپاره موسیقي وغږوله. هغوی فکر کاوه چې ښاغلي همپټون په لوی لاس ځان پر ځمکه غورځولی دی.
څو شېبې وروسته معلومه شوه چې پر ښاغلي همپټون د زړه سخته حمله راغلې وه. ډاکټرانو د هغه تر لوېدو څو دقیقې وروسته ویلي، همپټون مړ شوی دی.
نوموړي له تېرې نیمې لسیزې پر ستیجونو په راک سبک کې سندرې ویلي او همدارنګه یې پخپل ژوند کې ډېرې سندریزې ډلې هم جوړې کړې دی.

تبصره وليکئ