دهویت ملاتړي ځواکونه

د افغانستان د شخړې یوه برخه په ( هویتي عقدو ) کې ريښه لري. داغریزي عقدې کله سیاسي او ان پوځي شوې هم دي او وینې هم پرې بهېدلي دي. ځینې شنونکي یې د کوشنیو هویتونو جګړه هم بولي، چې ګواکې د لویو هویتونو په وړاندې روانه ده. ځینې د ملي هویت نومونه ( اصطلاح) لوی ارزښت بولي، خو ځینې نور بیا د دغې نومونې په وړاندې پوښتننښه (؟) ږدي او وايي : زموږ ملي هویت نه دی تعریف شوی او موږ لا نه پوهېږو، چې ملي هویت څه دی؟ یوشمېر وګړي داسې هم شته، چې وايي: ( افغان) زموږ ملي هویت نه دی او ګواکې دا پرموږ دیوه قوم له خوا تپل شوی دی، ځینې خو بیا پښې تر دې هم وړاندې غځوي او د ( افغانستان ) نوم هم ننګوي. که څه هم د افغانستان د ملي هویت پېژاند په اساسي قانون کې په ښکاره بڼه موندلای شو او هلته یې کرښې او پولې هم ټاکل شوې دي،خو بیا هم له ځینو سره وسوسې او اندېښنې شته، چې خپلو سیاسي موخو ته د رسېدلو لپاره یې کاروي.
دلته زموږ بحث د ملي هویت پر پېژندلو او څرنګوالي نه دی، بلکې موږ غواړو پر دې خبرې وکړو، چې د کمزوریو ملتونو ملي هویت هم کمزوری وي او هر ملت که وغواړي، چې ملي هویت یې په نړیوال کچ وپېژندل شي او ټولنه یې د ملي هویت له بحرانه راووځي، نو دې ته اړدي، چې د ملي هویت بنسټونه وپېژنی او پیاوړي یې کړي.
دې بحث ته د تاریخ په اړه د یوه نظر تر څرګندولو وروسته ورننوځو؛ تاریخ دوه ډوله کاردود او مصرف لري. یو د تاریخ هویتي مصرف دی او دوهم یې تجربي. په لومړي کاردود کې تاریخ موږ ته وايي، چې موږ څوک یو، څوک وو او له کومه راغلي یو؟ جغرافیه مو کومه ده، په وینه او هډ څوک یو او په تاریخ کې مو څه درلودلي دي؟ کوم کوم څه مو د ویاړلو وړ دي او کوم کوم څه د شرمېدلو وړ؟
د تاریخ دوهم کاردود تجربي دی، دا کاردود یې رازده کوي، چې په تاریخ کې څه شوي، چې بیا تکرار یې ګټور یا زیان اړوونکی وي؟ نو د تاریخ درسونو ته په کتلو باید زده کړو، چې کومې مثبتې تجربې تکرار کړو او کومې منفي هغه پرېږدو؟
د تاریخ یو درس دا هم دی، چې پیاوړي هویتونه د ملتونو د اقتصادي، علمي، پوځي او مدني پیاوړتیا پرمهال رامنځته شوي دي.
یونان د حکمت په زرین دوران کې د نړۍ د مدني ارزښتونولویه برخه رامنځته کړه، ګڼې پوهنې او علوم، له تاریخي پلوه، د یونان د حکمت دورې ته وررسیږي. د تالس ، انکسیماندر ، پیتاګوراس ( فیثاغورث)، هراکلیت، دیموکریت، سوکرات، اپلاتون او ارستو نومونه او د ( اکاډمیا) او (لیسې ) پوهنځي ټولو ته ښکاره دي. د یونان زوړ هویت د پوهنو او حکمت په همدې نومونو، ښاردولتونو( اتن او سپارتیا)، جمهوریت، سنا، مکدوني الکساندر( مقدوني سکندر)، یوناني تیاتر، تراژیدیو او کومیډيو، اساطیري زمانې، د اتلانتیک لوبو، معمارۍ او هنرونو پورې تړلی دی، خو نن ، د حکمت او حکومت همدغه ستر ټاټوبی یو پوروړی، مفلس او له هر اړخیز ناورین سره مخ هېواد دی، چې ټوله اروپا یې له دیوالي کېدو سره مخامخ کړې ده. د نړۍ خلک یونان یوازې د هماغه زاړه هویت پربنسټ پېژني او ګڼ خلک خبر نه دي، چې دغه افسانوي هېواد اوس په څه حالت کې دی. ننني یونانیان به خامخا پر خپل زاړه مدنیت ویاړي، د اتن او سپارتیا کنډوالې به لمانځي، په سترو نومونو به د خپلو ویاړمنو نیکونو په توګه افتخار کوي، خو دغه ټول هویتي ارزښتونه د دوی ګېډې مړولای نه شي. د دې په وړاندې د امریکا متحده ایالات، چې ټول تاریخ یې څو سوه کاله کیږي، لاتر اوسه د فرهنګ په نامه کوم دولتي بنسټ نه لري. تاریخي، فرهنګي او ان اتنیکي هویت یې نه دی تعریف شوی. دوینې او قوم په نامه د ویاړلو هېڅ نه لري. ګڼ خلک یې نه پوهیږي، چې نیکونه یې څوک و؟ هسپانویان، جرمنان، فرانسویان، انګریزان، افریقایان، هالندیان، پرتګالیان که پخپله د امریکا بومي سورپوستي؟ خو امریکا د نړۍ لومړی اقتصادي زبرځواک دی اوپه نړۍ کې میلیونونه خلک په دې ارمان دي، چې امریکايي هویت ولري.
په ختیځ کې بابل ( بین النهرین، نننی عراق ) او سوریه د مدنیتونو زانګو ګڼل کېدل، د سومري، اشوري، اکدي، هخامنشي او بیا وروسته د اسلامي دورې د سترو مدني دورو کوربانه وو، مصر یې همداسې درونیسه، چې یو مهال یې د ټولې نړۍ مور ګڼله، لیک لوست همدوی رامنځته کړ او د کرنې کالنی پلان، کالهینداره ( جنتري) د بندونو جوړول، ښاري ژوند او نور مدني ویاړونه ورپه برخه دي، خو نن د مدنیتونو همدا زېږنځایونه د جګړو، شخړو او بېوزلۍ په داسې دامونو کې نښتي، چې هم ځان ورنه هېر دی او هم يې تاریخي هویت.
هېندوستان او چین دوه داسې هېوادونه دي، چې د خپلو هویتي ارزښتونو ترڅنګ یې د اقتصادي ودې په مټ ځانونه داسې پر پښو ودرول، چې د خپلو ملي هویتونو د ساتنې او ځلولو بنسټونه اوملاتړي ځواکونه یې هممهالي وپالل. دا دوه زاړه هېوادونه کړای شي پرخپلو ملي هویتونو وویاړي یا په بله ژبه د خپلو هویتونو د ورپېژندنې وسایل یې په لاس کې دي.
هویت اوبیا په تېره ملي هویت د هېوادونو، ملتونو او ټولنو لپاره خورا مهم ملي ارزښتونه دي، خو که یې د پاللو، ځلولو، ورپېژندلو او پیاوړي کولو ملاتړي ځواکونه نه وي، نو دغه ارزښتونه نه خوړل کیدای شي او نه هم اغوستل کېدای.
موږ له خپل ملي هویت یا ان قومي ـ سیمه ییزو هویتونو سره څه کړي دي؟ تر اسلام وړاندې دورې د هویتي ارزښتونو لمن خومو پر خپل لاس ور ونغاړله، ملي موزیم او په لسګونو نور تاریخي میراثونه مو د بودا د لویو پژو( مجسمو) په ګډون په لوی لاس وران، لوټ تالا او پربهرنیو وپلورل، په سیاسي برخه کې مو د هېواد نوم او تاریخي ویاړونو ته دشک او مصنوعي تردید پرېمانه پوښتننښې کېښودلې، څوک احمدشاه بابا نه مني او څوک هم اعلیحضرت امان الله شاه غازي. د اسلامي دورې میراثونه مو هم ونړول، د هرات له لوی جوماته یې راونیسه تر نورو اسلامي مرکزونو پورې، ګڼو ته مو بمونه او باروت وروړل او پرې وامو لوځول، خپل اسلامي هویت مو په بېلابېلو سیاسي ـ استخباراتي ډلو وویشه او بیا مو د دوی ترمنځ جګړه پیل کړه، اسلامي هویت مو د شیعیه ، سني، وهابي، سلفي، امارتي، خلافتي سپین بیرغ او توربیرغ ترمنځ په داسې اوږدمهالې جګړه واړول، چې له دې هویته هم څه راپاتې نه شول.
اوس نو دوه پوښتنې راپاتې دي، که موږ خپلو کوشنیو هویتونو یا په لوی سره کې ملي هویت ته ارزښت ورکوو، نو ولې مو ورسره داسې وکړل؟ ولې مو وپلوره، ویجاړ موکړ، سره ومو جنګاوه او ومو شرماوه؟
که نه! موږ دومره موډرنیست او نوښتپال یو، چې تر امریکايي ټولنې هم ډېر پر نوې زمانه تکیه کوو او زاړه هویتي ارزښتونه یا ملي هویت د هغه په تاریخي او اتنیکي ( قومي ) مفهوم راته مانا نه لري، نو ولې پر هویتونو سره جنګیږو؟
موږ پر هغه څه جنګیږو، چې اوس یې نه لرو او په خپل لاس مو تباه کړی دی. پښتني، تاجیکي، هزاره ګي یا تورکي او بل و بل هویت خپل کوم میراث یا ارزښت ساتلی دی؟
امریکايي ټولنه په دې باور ده، چې دلته قومي او اتنیکي هویت مهم نه دی، هرڅوک چې د امریکا دی د یوه امریکايي ښاروند ټول حقونه لري. که موږ هم همداسې فکر کوو، نو پر قومي ـ اتنیکي هویت مو دومره شخړې د څه لپاره دي؟
خو که د هېندوستاني او چینايي ملتونو په څېر راته ملي هویت مهم وي، نو د خپل ملي او بیا کوشنیو هویتي ارزښتونو دساتلو او پاللو لپاره مو څه کړي دي؟
د دواړو ربړو په وړاندې پړ او ملامت یو.
هویت ( که کوشنی وي که ملي ) د ساتلو او پاللو مدني او پرمختللیو وسایلو ته اړتیا لري. دغه وسایل نه په احساساتو، ولولو، ښکنځلو او مرده باد وزنده باد تر لاسه کېدلای شي او نه هم په وچو ویاړونو او بابولالو.
هویتونو ته د ارزښت ورکولو وسایل امنیت، ثبات، ملي یووالی، اقتصاد، ښه حاکمیت، پرخپل ځان ډاډ، تولید، خدمات، ښه حکومتولي او ملي شعور دي.
پایله :
یا د هویتونو د ساتنې او پالنې عقلاني وسایل رامنځ ته کړئ، یا پر هویتي پلمو خپلو کې شخړې او سیاسي ناندرۍ پرېږدئ.
د وږیو، محتاجو، ښکېلو، نالوستیو او بې اتفاقه ملتونو هویت ولږه او بدمرغي ده او ولږه او بدمرغي په دې نه ارزي، چې یو بل سره پرې ووژنو.

تبصره وليکئ