د خپلې روغتیا لپاره سږ کال لاندې کارونه حتمي ترسره کړئ!

self-esteem-640-330_fa_rszd

  • زیاتې اوبه وڅښئ.
  • د یو پادشاه په ډول سهارنۍ وخورئ، د یو شهزاده په ډول غرمنۍ وخورئ، اما د یو سوالګر په توګه ماښامنۍ وخورئ.
  • اکثریت له سبزیجاتو استفاده وکړئ.
  • له دریوE سره ژوند وکړئ:
    (Energyانرژی)
    (Enthusiasm شوق)
    (Empathy مهرباني او زړه سوی).
  • د ورزش لپاره هم مهالوېش جوړ کړئ.
  • د تېر کال په پرتله زیات کتابونه ولولئ.
  • هره ورځ حد اقل شل دقیقې خاموشي غوره کړئ او د روښانه راتلونکي لپاره مو فکر وکړئ.
  • له اوو تر نهو ساعتونو خوب وکړئ.
  • هره ورځ له لسو تر دېرشو دقیقو پیاده وګرځئ او وخاندئ.
  • خپل ژوند له هېچا سره مه پرتله کوئ. تاسو نه پوهېږئ چې په هغوی څه تېرېږي.
  • منفي فکر مه کوئ، د کارونو انرژي مو له منځه وړي.
  • درسپارل شوي کارونه تر خپل وروستي حده ترسره کړئ.
  • ځان ډېر جدي مه نیسئ.
  • په بې ځایه کارونو مو وخت مه مصروفوئ.
  • کله چې ویښ یاست د خپلو اهدافو د عملي کېدو لپاره فکر وکړئ.
  • تېر هېر کړئ او هره شېبه نوی ژوند پیل کړئ!

تبصره وليکئ