د سل‌کلنو د درې خلک ولې اوږد عمر کوي؟

 په اېکوادور کې د ویلکابامبا په نامه کلی یوه عجیبه ځانګړتیا لري: د دې کلي اکثریت اوسېدونکي تر سلو کالو ډېر ژوند کوي او په همدې دلیل د سل کلنو د درې په نوم یادېږي. د دې خلکو د اوږد عمر راز په څه کې دی؟

مسي دلګادو او خاویر دلګادو هغه جوړه ده چې په همدې کلي کې اوسېږي. د دوی عمر ۹۶ او ۱۰۶ کاله دی. دې جوړې ۷۳ کاله ژوند یو ځای سره تېر کړی. دوی سره له دې چې عمر یې ډېر دی د ژوند ورځني کارونه لکه پخلی او نورې چارې پخپله کوي. د لیدو او اورېدو حسونه یې هم کمزوري نه دي.

خاویر (۱۰۶ کلن) د خپل اوږد عمر راز په دې کې ګڼي چې تل په حرکت کې وي. هغه وايي چې شپږ کاله مخکې له سل کلنۍ رادېخوا یې پرېکړه وکړه چې نور به ډېر کار نه کوي خو دا هم زیاتوي چې له ۹۵ کنلۍ راپه دېخوا د ژوند چارې هغسې ښې او په سرعت نشي ترسره کولی لکه مخکې به یې چې کولې.

سره له دې هم، هغه هره ورځ په یوازې ځان پلی ګرځي. وايي یوازینۍ د لارې مله مې امسا ده. هغه هره ورځ ۳ کیلومتره پلی تګ کوي تر څو کورنیو څارویو ته واښه او د خوراک شیان راوړي او بېرته ۳ کېلومتره مزل کوي چې کور ته راورسي.

مېرمن یې وايي د خاویر الکول نه خوښېږي او هېڅکله هم شراب نه څښي. د هغې په نظر د خاوند د عمر د زیاتوالي دلیل یې همدا دی.
پرته له دې ښځې او مېړه د جنوبي اېکوادور د ویلکابامبا د درې نور اوسېندونکي هم تر سلو کالو ژوند کوي. ځکه خو د دې درې نوم هم د سل‌کلنو د درې په نامه مشهور شوی. حتا د دې کلي یو اوسېدونکی ۱۲۷ کاله عمر لري.

ډېرو خلکو هڅه کړې چې د ویلکابامبا د درې د اوسېدونکو د اوږد ژوند راز مالوم کړي. آیا د هوا سوړوالی یې سبب دی؟ آیا په دې دره کې د شته سیند د معدني موادو له کبله د دوی عمر اوږد دی چې همدا مواد په سبزیجاتو کې زیاتېږي او دوی یې خوري؟ هېڅوک هم تر اوسه د ځواب په موندلو نه دي بریالي شوي.

د دې سیمي خپل اوسېدونکي د ټوکې په بڼه وايي چې خدای له دوی سره مینه لري، په همدې خاطر دوی پرېږدي چې اوږد ژوند وکړي. څېړنې ښيي چې د نړۍ د هېڅ بلې سیمې د خلکو د عمرونو اوسط د ویلکابامبا د درې د خلکو عمرونو ته نه رسي.

د اوږد عمر په لټه کې دې سیمې ته د خلکو راتګ

وروسته له هغې چې د دې سیمې په اړه په نړیوالو رسنیو کې راپورونه خواره شول نو هم یې سیلانیان سیل ته ورغلل او هم ډېر خلک دلته د مېشت کېدو لپاره راننوتل. دوی له ځانونو سره ډېرې پیسې راوړې، لوی کورونه یې جوړ کړل او خواوشا یې لویې پنجرې سازې کړې؛ چې دا کار د ځايي اوسېدونکو له کلتور او دود سره په ټکر کې دی.

په ۱۹۵۰ لسیزه کې لومړي خارجیان دغې سیمې ته راغلل. له هماغې وخته تر ننه ډېرو شیانو بدلون موندلی. هغه خلک چې دې سیمې ته راځي نو هیله‌مند وي چې عمر به یې زیات شي. ډېرو یې د طبیعي افتونو او د چاپېریال د ککړتیا له وجې ویلکامبابا ته پناه راوړې.

ځايي اوسېدونکو هم چې کله د دوی محلي تولید سره د سېلانیانو علاقه ولیدله نو وضعیت نه په ګټنې سره کوښښ کوي خپل مالي حالت ښه کړي او د سیمې تولید ته لا هم وده ورکړي. هغوی د محلي تمباکو څخه په لاس سګرټ جوړوي چې د دوی په وینا کیمیاوي مضر مواد پکې نشته او د عمر په اوږدوالي کې مرسته کوي.

خو خاویر دلګادو (۱۰۶کلن) خبریالانو سره د خپل اوږد عمر یو بل راز هم شریک کړ. هغه وايي: «هغه څوک اوږد ژوند کولی شي چې مهربانه وي او یوازې د ځان لپاره ژوند ونکړي. داسې کس چې خپلې کورنۍ او چم ګاونډ سره ښې اړیکې ولري. اړمندو وګړو سره مرسته وکړي او هغوی ته خواړه ورکړي.»

تبصره وليکئ