د نړۍ غمجنې سیمې

په نړۍ کې ډېر ویرجن او غمجن ځایونهپه نړۍ کې ډېر ویرجن او غمجن ځایونه شته، یوازې یې څو ګوت شمېر هغه د امریکا د متحده ایالاتو په شمال لودیځ ایالت ایداهو کې دي.

د غمجنو توپوګرافي د ځانګړنو د خپراوي یوه ویبلاګ دغه غمجنې سیمې را ټولې کړې دي او د ګوګل نخچې ساده تصویرونه یې خپاره کړي دي او د نړۍ تر ټولو غمجنې سیمې یې نومولې دي. دغه ویبلاګ د استرالیايي هنرمند ډمین روډ لخوا چلول کېږي.

پوښتنه دا ده چې څه شی په دغو سیمو کې غمجنونکي دي؟
هلته هر څه سم دي یوازې نومونه یې غمجن دي. ایا دا نومونه له اسمان څخه راغلي، همداسې له غمجنو معناوو سره؟ Unfortunate Lake, Dead Dog Island, Hopeless Pass. دا هغه نومونه دي چې هلته شته. دا سیمې خپل داستانونه لري.

اټکل کېږي چې پدې ډول به یادې سیمې ډېر ګرځندوی ځان ته جلب کړي. دا ویبلاګ یوازې دوې اوونۍ عمر لري، خو دې په زړه پورې کار یې ژر مخاطبان ځان ته جلب کړل.

تبصره وليکئ