ماشومان څنګه له مطالعې سره اشنا کړو؟

که غواړئ، چې ماشومان مو هم لکه ستاسو په شان کتاب لوستونکي را لوی شي، نو ځینې لارې چارې باید تاسو هم عملي کړئ، خو که تاسو کتاب نه لولئ، نو هغوی به یې څه ولولي؟
تر ټولو لومړی کار چې ماشومان مو له مطالعې سره اشنا شي او په تېره شوقیان یې شي، نو د کورنۍ غړي باید له کتاب سره مینه ولري.
څنګه چې ماشومان په خبرو راغلل، نو رنګه کتابونه ورته واخلئ او له هماغو لومړیو ورځو ورسره تاسو هم یو ځای کېنئ او کتاب ولولئ.
له کتاب سره د ماشوم شوق پیدا کولو لپاره د مور تر ټولو مهم کار دادی، چې کله یې ماشوم ویدېږي، نو ورته کیسې وکړي. ډارونکې، وحشي، دروغ او د چلبازۍ کیسې دې ورته نه کوي، بلکې د ریښتیني پیغام لرونکې کیسې دې ورته ووایي. ماشومان چې کله د داستانونو په اورېدلو سره ویده شي، نو له هماغه وخته یې له کتاب لوستلو سره علاقه پیدا کېږي.

ماشومان څنګه له مطالعې سره اشنا کړو

  • د کتاب د شخصیتونو په شان لباس انتخاب کړئ:
    د کتاب په پوښتۍ د ښوونکي تصویر دی، تاسو هم هماغسې لباس، عینکې او نور انتخاب کړئ او بیا مو ماشوم ته درس پیل کړئ، د دوی علاقه به پدې ډول له مطالعې سره زیاته شي.
  • د القبا پوسټرونه ورته جوړ کړئ:
    ماشومانو ته له بازاره لوی بنري کاغذونه یوسئ او ورته ووایئ، چې په رنګه قلمونو په ښکلي خط پرې الفباء ولیکي، د دوی دغه پوسټر د دوی یا د ګډې خونې په یوه کونج کې ونښلوئ. پدې سره به یې دوی تکراروي او شخصیت به مو هم ورکړی وي. دا کار هم د علاقې لپاره ښه دی.
  • د کیسو په وخت په لاسونو پېښې ورته وکړئ:
    د شپې د ویدېدو په وخت د ګروپ رڼا ته د لاس بېلابېل سیوري عجیب و غریب شکلونه تشکیلوي، چې که له شکلونو سره ورته کیسې وکړئ، نو له مطالعې سره به یې علاقه پیدا شي.
  • د مننې په توګه ورته کتاب ډالۍ کړئ:
    په ښوونځي کې یې لوړې نمرې اخستي، یو ښه کار یې کړی یا ځینې وخت د تشویق لپاره ورته کتاب، قلم، رنګې او پنسلونه ډالۍ کړئ.
  • د کتاب لوستلو میله وکړئ:
    د کورنۍ د غړو ترمنځ د کتاب لوستلو مسابقه ددې میلې لپاره ښه لاره چاره ده. هر چا که ښه کتاب ولوست جایزه ورکړئ او په مجموع کې یوه میله جوړول ماشومانو ته د کتاب لوستلو اهمیت څرګندوي.

تبصره وليکئ