ټولنیز خفګان (Social Anxiety)

social-anxietyپه هرې ټولنه کې چې په لومړي ځل چا سره ګورو نو لومړۍ پوښتنه یې دا وي چې څه کار کوې؟ دا نو بیا زموږ د ځواب اثر دی چې یا راسره هغوی علاقه ښيي او یا شاید هېڅ علاقه ونه ښيي او له څنګه مو ورو ځان وباسي.

خلک زموږ د ژوند، دندې او یا اړیکو یوه وړه څنډه واخلي او زموږ د ټول شخصیت په اړه قضاوت کوي. دا بېحده ناسم او ناعادلانه قضاوت دی خو له بده مرغه د نننۍ نړۍ اکثره وګړي قضاوتونه په همدې ډول کوي. په ژوند کې یوازینی کس چې په هر حال کې موږ سره مینه کوي او زموږ په اړه ناسم قضاوت نه کوي زموږ مور ده؛ او دا چې هر څوک د مور په څېر نه وي نو موږ ټول د ځان په اړه د خلکو له قضاوتونو وېرېږو. دا وېره په ټولنیز خفګان بدلېږي چې تل راسره مله وي.

ویل کېږي چې موږ په یوې مادي نړۍ کې اوسو خو زما په نظر خبره تر هغې هم ځوروونکې ده. موږ په یوې داسې نړۍ کې اوسو چې خلک ستا په اړه قضاوت پر هغو شیانو کوي چې ته یې خاوند یې. په بله مانا د خلکو احساسات هله ستا په لور رامات شي چې ته د مادي اسبابو خاوند اوسې.

پوهېږئ له ښې دندې، لوکسو ګاډو، دېرو پیسو او ډېر مال نه د ډېرو خلکو غوښتنه څه وي؟ هغوی د دې مادیاتو په مټ مینې، د ځان درناوي او په ځان باور ته د رسېدو هیله لري. دوی ته پیسه هدف نه بلکې دغو شیانو ته د رسېدو وسیله ده. که بل ځل مو په کوم ښکلي ګاډي کې یو کس ولید نو د حریص په سترګه ورته مه ګورئ بلکې داسې فکر وکړئ چې دا انسان مطلق ناارامه دی او د مینې، درناوي او په ځان باور کوم کمی چې دننه محسوسوي نو غواړي په مادیاتو یې ډک کړي. دا کس تر بل هر چا زیات مینې ته اړتیا لري.

زموږ د ټولنیزې ناارامۍ یو بل دلیل دا دی چې موږ ته له ماشومتوبه ویل کېږي چې په ژوند کې هر هدف رسېدل اسان دي. دا خبره موږ له ماشومتوبه تر زړښته په وار وار سره اورو. دا خبره ښه ده چې نننۍ مډرنې نړۍ کې هر ځای ته د رسېدو ډېرې لارې شته. خو، که چېرې موږ ورته په رسېدو کې ناکام شو نو بیا؟ که چېرې موږ ونشو کړای چې تر نورو مخکې شو نو بیا؟ حال دا چې راته ویل شوي وو چې هر چېرې رسېدای شو.

زموږ کتابتونونه له عجیبو عنوانونو ډک دي لکه؛ څنګه په یوه میاشت کې میلونر شو؟، د بریالیتوب لس لارې او داسې نور. خو بلې خوا ته داسې کتابونه هم شته لکه؛ په ځان بې باورۍ سره څنګه مبارزه وکړو؟ ولې موږ په ځان بې باوره یو؟
د کتابونو دا دواړه ژانرونه سره تړلي دي. دا داسې یوې ټولنې کتابونه دي چې له ماشومتوبه درته وايي چې ته هر څه ته رسېدای شې، هر څه حاصلولای شې خو په حقیقت کې یو ډېر وړوکی اقلیت په دې هدف کې بریالی کېږي خو نوره اکثریت برخه چې دغو موخو ته نه رسېږي په خفګان او ناهیلۍ اخته کېږي.

د نننۍ نړۍ تولنې تر ډېره حده عادلانه نه دي. که چېرې ته په تېرو پېړیو کې اوسېدای نو ته پوهېدې چې ټول سیستم ناوړه دی او د یو غریب په کور کې زېږېدا ستا په لاس کې نه ده او نه هم د خان په کور کې د یو ماشوم پیدا کېدل د هغه خپله وړتیا ده. خو، نن موږ ته ویل کېږي چې نننۍ نړۍ (ښایسته سالاره) ده. داسې چې یوازې هغه خلک مقام، منزلت او کمال ته رسېدای شي چې لیاقت ولري. پاتې نور ټول بې‌وړتیا دي. دا خبره په اورېدو کې شاید جالبه وي خو په تل کې ډېره ترخه ده. که ته یو وړوکی قشر د دې وړ ګڼې چې مقام، منزلت او د نړۍ ټول نعمتونه دې ولري نو بل اړخ ته هغه اکثریت چې دې مقام ته نه دی رسېدلی هم د هغوی د خپل حالت مسول ګڼې چې دا ډېره ناعادلانه پرېکړه ده. شایسته سالاري یا (Meritocracy) فقر او لوږه نه یوازې دردوونکې ښيي بلکې وايي چې ته د دې وړ یې.

د منځنیو پېړیو په انګلستان کې به د تولنې غریبو وګړو ته (Unfortunates) ویل کېدل. یانې هغه خلک چې د بخت الاهې پرې خپل رحمت نه دی لورولی. په نننۍ امریکا کې چېرې چې (Meritocracy) خپل اوج کې ده نو داسې خلکو ته چې ژوند کې چېرته نه رسي (Losers) یا ناکامان وايي.

په نننۍ نړۍ کې ستا دنده او ټولنیز موقف د شخص د شخصیت محور ګڼل کېږي او ټولې ښېګڼې، انسانیت او وړتیاوې یې موقف یا دندې ته په کتو منل کېږي. په داسې یوې نړۍ کې دا عجیبه نه ده چې ورځ تر بلې د ځان‌وژنو کچه لوړېږي.

د تېښتې لار څه ده؟

تر هر څه دمخه باید دا ومنو چې هېڅ ټولنه هم په حقیقي مانا شایسته سالاره نه ده. په دې مانا چې ټول هغه خلک چې موقف، مقام او بریاو ته رسي تر تاسې لوړ نه دي. چانس او تصادف هم لوی رول لري.
هېچا سره او حتا له ځانه سره هم داسې برخورد مه کوئ چې ګنې ته د همدغې حال لیاقت لرې، په دا کوم حال چې یې.

دوهم دا چې د ځان لپاره د (بریا) یو تعریف وټاکه. بې له دې چې د ټولنې په تعریف اکتفا وکړې. ژوند کې ډېرې لارې شته چې په بریا تمامېږي او هېڅ یو یې هم له ټولنیز موقف، مقام او ډېرو پیسو پورې اړه نلري.
په نننۍ نړۍ کې تر ډېره که د هغو خلکو ژوند مطالعه کړو چې د ټولنې په اند بریالي دي نو وبه وینو چې هغوی ډېر هغه څه نلري چې موږ یې لرو. مینه، احساس او همدردي هغه څه دي چې ډېر په پیسو پسې ګرځېدونکي یې له لاسه ورکوي.

درېیمه دا چې هېڅکله مادي لاسته‌راوړنې ستا د شخصیت د اصلي څرنګوالي په اړه پرېکړه نه کوي. ستا د شخصیت ډېر اړخونه شته چې نایابه دي. ځان کشف کړه او د بریا نوی تعریف پیدا کړه. د ټولنې له تعریفونو ځان وژغوره. ته بریالی یې!

Leave a Reply

Your email address will not be published.