که غواړئ خپلو اهدافو ته ورسېږئ دا لارښونې عملي کړئ!

د خیالونو او چورتونو پر ځای ځان په یو څه شي مصروفوئ، که تاسو غواړئ په خیال کې مو را تېرېدونکي نظریات په واقعیت بدل شي، نو لاندې ځینې لارښونې عملي کړئ:

  • اهداف مو یاداشت کړئ:
    که غواړئ نن یوه مقاله ولیکئ، نو موضوع پیدا کړئ، مهم نقاط یې یاداشت کړئ، فکر پرې وکړئ او که د همدې برخې له مسلکیانو مو هم مرسته وغوښته ښه به وي. اوس ورته یو معین وخت وټاکئ او ټول یاداشتونه مو په یوه ورقه یا کمپیوټر کې ولیکئ.
    دا یوازې یوه بېلګه ده، د ژوند په نورو برخو کې هم کولای شئ له همدې تګلارې کار واخلئ. حتمي به خپل هدف ته ورسېږئ.
  • د عوایدو او مصارفو ترمنځ تعادل وساتئ:
    هر ځل چې غواړئ یوه نظریه مو په حقیقت بدله کړئ، نو یو ځل ځان په زحمت کړئ او ټوله پروسه د کاغذ پر مخ ولیکئ، وروسته له هغه ورته تقریبي حساب وکړئ، وبه ګورئ چې ترسره کولای یې شئ او کنه؟
    په کور کې یوه خونه جوړوې او په اکاونټ کې یو څه اضافي پیسې لرې. په همدغه اساس مخ ته ولاړ شه، وبه ګورې چې څه کولای شې او کنه؟
  • له فعالو کسانو سره راشه درشه ولره:
    تر سلو غیر فعال ملګرو پنځه فعال ملګري غوره دي. که ستا په شاوخوا کې فعال ملګري وي، نو دوی تا هم هڅوي چې پرمختګ وکړې، اما که غیر فعال ملګري ولرې تا هم له کاره وباسي. ملګري د الهام غوره سرچینه وي، اوس ستاسو خوښه چې د منفي الهام سرچینه انتخابوئ او که د مثبت.
  • هغه کار چې نتیجه نه ورکوي، ځای پر ځای ودروئ:
    عاقل هغه کسان دي چې په کوم ځای کې زیان حس کړي او معلومه کړي چې په ګټه یې نشي اړولی، نو همالته کار دروي. ځینې کسان اټکلي مخ ته ځي، فکر کوي چې یوه ورځ نه یوه ورځ به خپل زیان جبران کړي، اما وویني، چې بله ورځ د هغه تېرې ورځې په پرتله شته یې هم په اوبو لاهو کړي وي.
  • د هر کار مثبت او منفي دواړه اړخونه وارزوئ:
    اکثریت کسان اصلاً موضوعاتو ته له منفي دیده نه ګوري او یوازې په مثبت اړخ مخ ته ځي. دا معیار د ژوند په ټولو اموراتو کې صدق نه کوي. که تاسو په یوه ساحه کې نوی کار پیلوئ او یوازې مثبت اړخ یې ارزوئ، یوه ورځ به یې منفي اړخ سره هم مخامخ کېږئ.
    له ځان سره په محاسبه کې ماته خوړل تر هغو زر ځله غوره دي، چې په عملي کار کې دې ورسره مخ شې.

تبصره وليکئ