ککړه هوا هر کال تر ۳ میلیونو څخه د زیاتو وګړو ژوند اخلي

یوه نوې ساینسي څېړنه ښيي چې ککړه هوا په ځانګړې توګه په آسیا کې هر کال د ۳‍،۳ میلیونو وګړو ژوند اخلي.

د هوا ککړوونکي هغه ذرات چې قطر یې ۰،۰۰۲۵ ملي‌مترو ته رسېږي په اوږدې موده کې روغتیا ته ګواښونکي بلل شوي.

کور کې کارېدونکي انرژي ـ لکه د خوراکي توکو د پخولو لپاره او یا هم د کور د تودولو د لرګو سوځول د تر وخته مخکې مرګ سبب کېدای شي. په چین او هند کې تر ډېره د وخت نه مخکې مرګونو یو سبب دا بلل شوی.

د دغې څېړنې نور جزئیات ښيي چې تر ۲۰۵۰ زېږدیز کاله پورې به د هوا ککړتیا کې زیاتوالی راشي او د مرګ دغه کچه ممکن دوه چندو یانې ۶،۶ میلیونو ته وخېژي.

په عکس کې: یوه چینايي ښځه چې خولې ته یې ماسک اغوستی او له ګرده ډک سړک څخه تېرېږي. (شمالي چین، دوشنبه، د اکتوبر ۲۱ کال ۲۰۱۳) په دې سیمه کې د هوا د ککړتیا درجه تر نورمالې سټنډرډ نړیوالې درجې څلوېښت ځله زیاته ده.

تبصره وليکئ