یو لېبرال ډیکالوګ: د روزنې په اړه د برتراند راسل ۱۰ بنسټيز اصول

برتانوی فیلوسوف، ریاضي‌دان، تاریخ‌لیکونکی او ټولنیز نقاد برتراند راسل (۱۸می۱۸۷۲ ـ ۲فبروري۱۹۷۰) د معاصر تاریخ یو اغېزمن او هراړخیز مفکر ګڼل کېږي.

د خپلې اوټوبیوګرافۍ په درېیم جلد کې، راسل هغه لس بنسټيز اصول په ګوته کوي چې هر ښوونکي یې باید د زده‌کوونکي د روزنې پر وخت پام کې نیسي. په دغو لسو اصولو کې چې راسل ورته (لېبرال ډیکالوګ*) وايي هغه د ښوونکي د مسولیتونو، د زدکړې او روزنې په هدف، د شک په ارزښت، د انتقادي سوچ د لرلو په ارزښت، د هوښیار نقد په خوند او نورو جالبو ټکو په اړه غږېږي.

یو لېبرال ډیکالوګ: د روزنې په اړه د برتراند راسل ۱۰ بنسټيز اصول
یو لېبرال ډیکالوګ: د روزنې په اړه د برتراند راسل ۱۰ بنسټيز اصول

دا لارښوونې د نیویارک ټایمز په هغې ګڼه کې په لومړي ځل د یوې مقالې په پای کې چاپ شوې چې د دسمبر په ۱۶، ۱۹۵۱ کې راووتله.

 

د یو لېبرال ذهنیت د رامنځته کولو لپاره به اړین وي چې د زدکړې اصول په یو نوي ډیکالوګ* کې سره راغونډ کړو. البته هدف دا نه دی چې د پځواني هغه ځای ونیسي خو هدف دا دی چې نیمګړتیاوې یې ورمکملې کړي. لس هغه اصول، چې زه یې د یو ښوونکي په توګه هر چا ته اعلانول غواړم په لاندې ډول دي:

۱. د هېڅ شي په اړه سل‌سلنه باوري مه اوسه.
۲. هېڅکله د خپلې خبرې د اثبات لپاره د ثبوتونو د پټولو کوښښ مه کوه، ځکه ثبوت به یوه ورځ حتما مخې ته راځي.
۳. هېڅکله له سوچ کولو مه مایوسه کېږه، ته به حتما بریالی کېږې.
۴. کله هم هڅه مه کوه چې چې بحث د خپل موقف په زور وګټې، حتا که دا بحث دې د خپل اولاد او یا خاوند سره هم وي. هڅه وکړه چې په منطق او استدلال قناعت ورکړې. ځکه د موقف په زور د بحث ګټل یوه خیالي او غیرحقیقي بریا ده.
۵. د چا د موقف لپاره حقیقت مه قرباني کوه. د داسې موقفونو درناوی هم مه کوه.
۶. کله هم د یوې داسې مفکورې په محوه کولو کې چې تا ته مضره ښکاري له زوره کار مه اخله، استدلال وکړه. که داسې وکړې نو دا مفکورې به تا محوه کړي.
۷. په دې مه وېرېږه چې مفکوره به دې عجیبه او غیرعادي وي. د نړۍ ټولې هغه مفکورې چې نن منل شوي یو وخت خلکو ته عجیبې وې او معمولي نه ښکارېدې.
۸. تر ناپوهه موافقت څخه له هوښیار مخالفته ډېر خوند واخله، ځکه په لومړي کې درک نشته او په دوهم کې ستا د خبرې ژور درک ښکاري.
۹. په ټوله مانا رښتونی اوسه. حتا که حقیقت تریخ هم وي خو تر دې به تریخ نه وي چې پر سر یې پرده واچوې او د پټولو هڅه یې وکړې.
۱۰. کله هم د احمقانو له خوښۍ مه سوځېږه. هغوی ته دا خوښي د هغوی حماقت ورکړې، ته به هم خوښ وې که احمق وای.

*ډیکالوګ: دا یوه لاتیني کلمه ده او د موسا ع لخوا هغو لسو اصولو ته وايي چې په تورات کې یې ذکر شوی.

تبصره وليکئ