څو ساعته باید کار وکړې چې د یو آیفون پیسې وګټې؟

new-iPhones-available-four-different-colors

  • د (Apple) نړیوالې مشهورې کمپنۍ چې په ټکنالوژي او په ځانګړې توګه د (Iphone) ګرخنده تېلفونونو یې د نړۍ هر وګړی پېژني تېره اوونۍ خپل نوي آیفونونه بازار ته راوویستل.
    دوی دوه ډوله تېلفونونه معرفي کړل چې یو یې د وړې ښیښې سره (6S) او بل یې چې د نسبتا لویې ښیښې درلودونکی دی (6S Plus) دی. دا تېلفونونه په څلورو رنګونو کې اخیستلی شئ اوکمره یې ۱۲‌مېګاپیکسله ده.
    آیفون هر کال په خپلو تېلفونونو کې د ځانګړو نوښتونو په راوستو مشهور دی چې دا ځل یې هم خپل کمال کړی دی.
    دا چې د دې تېلفونونو نرخ تل ګران وي نو د نړۍ په لویو ښارونو کې په باید یو کس په لاندې اندازه کار وکړي تر څو د یو آیفون پیسې وګټي.
  • ۱. زوریښ (۲۱ ساعته)
  • ۲. نیویارک (۲۴ ساعته)
  • ۳. ویانا (۴۰ ساعته)
  • ۴. لنډن (۴۱ ساعته)
  • ۵. برلین (۴۳ ساعته)
  • ۶. ریو ډي ژنیرو (۱۴۰ ساعته)
  • ۷. ماسکو (۱۵۸ ساعته)
  • ۸. پېکنګ (۲۱۸ ساعته)
  • ۹. ممبۍ (۳۴۹ ساعته)
  • ۱۰. کیف (۶۲۷ ساعته)

تبصره وليکئ