سېلفي انځورونه سږکال، تر بحري نهنګانو زیات، د خلکو د مرګ سبب شوي

سېلفي انځورونه سږکال، تر بحري نهنګانو زیات، د خلکو د مرګ سبب شويد یو راپور پر بنسټ چې امریکايي رسنیو کې خپور شوی سږکال نهنګانو دومره کسان ونه وژل لکه څومره چې سېلفي انځورونه د خلکو د مرګ سبب شوي. په یو تازه راپور کې یو جاپاني سېلاني هله خپل ژوند له لاسه ورکړ چې تاج محل سره یې سېلفي انځور اخیستلو.

په ټولیزو رسنیو کې خپله د ځان انځور اخیستل نن سبا ډېر دود شوي. هر څوک انځور واخلي او ټولیزو شبکو کې یې شریک کړي.

تېره اوونۍ یو ۶۶ کلن جاپاني سېلاني هوډ لرلو چې خپل ملګري سره د تاج محل په زینو کې انځور واخلي خو له زینو لاندې راولوېد او یو سات وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

تر دې پېښې وروسته یو امریکايي وېب‌پاڼې د داسې پېښو څېړنه کړې او لیکلي یې دي چې په تېرو نهو میاشتو کې ۲۰ کسانو د سېلفي انځور اخیستو په حال کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

آلماني ورځپاڼې (زود دویچ) په یو راپور کې چې د سه‌شنبې په ورځ یې خپور کړی، د هغو پېښو په استناد سره چې دوی راجستر کړي، لیکي؛ «خلک د سېلفي اخیستو خطر د سمندر د نهنګانو د حملې هومره جدي نه ګڼي»

د دې راپور پر بنسټ، سره له دې چې نهنګانو څخه د ځان‌ژغورنې پر موضوع اعلانونه او فلمونه جوړېږي بیا هم سږکال ۱۲ تنو خپل ژوند په داسې پېښو کې له لاسه ورکړی.

د (زود دویچ) په وینا د دې دوو شمېرو پرتله حیرانوونکې ده او دا هم په نظر کې ولرئ چې د سېلفي‌انځور اخیستونکو شمېر په نړۍ کې بېحده زیات دی.

د سېلفي‌اړوند مرګوني پېښې تر ډېره په هغو ښارونو کې رامنځته کېږي چې ډېر سېلانیان یې لیدو ته راځي. د روسیې دولت په مهمو تاریخي ځایونو کې سېلانیانو ته په دړو لیکلي‌ چې د سېلفي‌اخیستل مو ممکن ژوند له خطر سره مخ کړي.

تبصره وليکئ