د مشال په اړه د پلټنو یوه برخه تکمیل شوه

خیبر پښتونخوا کې د عبدالولي خان پوهنتون محصل مشال خان د وژنې د تحقیق لپاره ګومارل شوې کمېټې ویلي، د مشال خان وژنه له مخکې پلان شوې وه.
کمېټې دا هم ویلي چې دغه وژنه کې د پوهنتون کارکوونکو لاس درلود. مشال خان د تېر اپریل پر ۱۳ پوهنتون کې ګڼو کسانو په وهلو ډبولو او ډزو وژلی و.
د پاکستان سترې محکمې د پېښې څېړنې لپاره د ‘جي ای ټي ‘ په نامه دغه کمېټه د معلوماتو یو ځای کولو لپاره ګومارلې وه.
په رپوټ کې ویل شوي، د پوهنتون یوه کارکوونکي میاشت مخکې د مشال خان له منځه وړلو خبره کړې وه.
رپوټ کې دغه راز راغلي، کله چې ګڼو کسانو پر مشال خان ګوزارونه وکړل له هغه وروسته نوموړي د لیلې مسوول کس ته زارۍ کړې وې، چې روغتون ته یې ولېږدوي او مشال خان د دغه کس مخکې کلیمه الطیبه ویلې وه.
رپوټ کې ویل شوي یوې سیاسي ډلې مشال خان د ځان لپاره خطر باله او پوهنتون مسوولین هم له هغه ډارېدل، ځکه نوموړي په پوهنتون ادارې کې د ګډوډیو خبرې کولې.
د جي ای ټي رپوټ کې ویل شوي، یوې ډلې نورو کسانو مذهب ته د سپکاوي په پلمه خلک د مشال خان خلاف لمسولي و او د نوموړي خلاف داسې کوم ثبوت نه دی موندل شوی، چې ګواکې مذهب ته یې سپکاوی کړی.
رپوټ کې راغلي، چې د پوهنتون ډېر کارکونکي د سپارښتونو او سیاسي اړیکو پر بنسټ ګومارل شوي، چې له کبله یې د پوهنتون ټول نظام ګډوډ دی.
رپوټ کاږي، د پوهنتون ډېری کارکوونکي جنايي جرمونو کې ککړ دي او باید په اړه یې څېړنه وشي. د مشال خان وژنه کې له تورنو ۵۷ کسانو نه ۵۴ نیول شوي دي، چې ۱۲ یې د پوهنتون کارکوونکي دي.

تبصره وليکئ