محب: قطر ناسته سولې لپاره ښه پیل بللی شو

محب: قطر ناسته سولې لپاره ښه پیل بللی شو

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، چې د سولې په اړه د افغانان ترمنځ ناستې او خبرې هرځای او هر وخت ګټورې او مهمې دي.

نوموړي په دې برخه کې د قطر د وروستۍ ناستې یادونه وکړه، چې د ځینو ملاحظاتو با وجود یو ښه پیل بلل کېدلای شي.

په کابل کې د جرمني له سفیر پیتر پراګل سره په خبرو کې ښاغلي محب له آلمان هیواد او برغاف موسسې مننه کړې چې د دوحې ناستې په جوړونه کې یې مرسته وکړه او ددې زمینه یې برابره کړه، چې د افغان سولې په اړه نظریات، خبرې او وړاندیزونه شریک شي.

د جرمني سفیر په داسې حال کې، چې د سولې په اړه د افغان حکومت د ملاتړ او هڅو ستاینه وکړه وویل، چې د سولې د ټینګېدو لپاره دغه ډول هڅې جاري ساتي.

 دواړو لورو د بین الافغاني ناستې د بل پړاو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې له افغان حکومت سره په تفاهم به یاده پروسه پر مخ ځي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.