امريكا په عراق كې پوځي هډې پرانيزي

امريكا په عراق كې پوځي هډې پرانيزي

د امريكا د بهرنيو چارو وزرات د دغه سفر موخه ې له عراقي مشرانو سره د امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزو په اړه خبرې ښودلې دي. سرچينه وايي جان كري په دې يو ورځينې سفر کې د عراقي چارواکو سره خبرې وکړې او هغوی ته یې د عراق د حکومت څخه د امریکا د ملاتړ ډاډ ورکړى دى.

په هرات كې لاريون وشو

په هرات كې لاريون وشو

داكسان له هغه وروسته د ولايت د ودانې مخې ته راټول شوي وو چې تيره ورځ د شينډنډ ولسوالې يو قومي مشراو د سيمه ييزې شورا مرستيال محمد عارف طاهري چې په ( ګدامدار) مشهور و د نا پيژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.

حزب اسلامي وايي په افغان ځواكونو يې هيڅ بريد نه دى كړى

حزب اسلامي وايي په افغان ځواكونو يې هيڅ بريد نه دى كړى

د ګلبدین حکمتیار د ډلې لخوا د سولې خبرو ته راغلی استازی امين كريم وايي، دوی غواړي له افغانستان څخه بهرني سرتیري ووځي، خو دا یې د سولې د خبرو د پیل لپاره شرط نه دی.

پنځه نیم زره افغان سرتیري وژل شوي

پنځه نیم زره افغان سرتیري وژل شوي

جنرال جان نیکولسن رویترز ته ویلي په تیر میلادي کال کې ٥٥٠٠ افغان سرتیري وژل شوي او ١۴ زره نور ټپیان دي. هغه وايي چې د ناتو مشران به له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه د پریکړې پر وخت دغه ټکی په پام کې ونیسي.

نړۍ پنځمه جګړه ګواښي

نړۍ پنځمه جګړه ګواښي

ولسمشر ټينګار وکړ چې د حکومت د پرځولو لپاره د وسلوالو مخالینو اووه پړاوونه یې شنډ کړي دي. ده وویل چې تیر کال د افغانستان د پایښت کال و. نوموړى وايي : (طالبانو اووه لوی بریدونه وکړل چې حکومت را وپرځوي ، خو حکومت لاهم پرځای دی. نن زمونږ پوځيان په پنځلسو جبهو کې په جګړه بوخت دي او ځانګړي ځواکونه هره شپه پنځه یا اووه ځانګړي عملیات کوي. )

په مسكو كې له داعش سره د اړيكو په تور كسان نيول شوي

په مسكو كې له داعش سره د اړيكو په تور كسان نيول شوي

د ( ريانووستي) د رپوټ له مخې نيول شوي كسان د ازبكستان اتباع دي چې د تركيې په شمول يې د ډيرو هيوادونو د هويت جعلي اسناد هم درلودل، ويل كيږي له دغو كسانو سره د تركيې د موټر چلونې ليسنسونه هم نيول شوي او ځينو رسنيو بيا نيول شوي كسان د تركيې اتباع ښودلي دي.