حامد كرزى وايي غير مسولانه بريدونه ناوړه پايلې لري

حامد كرزى وايي غير مسولانه بريدونه ناوړه پايلې لري

حامد كرزي دا بريد د نړيوالو ځواكونو يوغير مسولانه كار بللى او وايي چې دا ډول غير مسولانه بريدونه به ناوړه پايلې ولري او كه دوام وكړي نو په هيواد كې د بهرنيو ځواكونو د حضور د دوام په اړه به د افغانانو غبرګونه راوپاروي.

ولسي جرګې تاج محمد جاهد او فريد حميدي ته د باور رايه وركړه

ولسي جرګې تاج محمد جاهد او فريد حميدي ته د باور رايه وركړه

د ولسي جرګې په ننۍ غونډه كې ۲۲۵ غړي حاضر وو چې له دې ډلې تاج محمد جاهد ۱۹۰ او فريد حميدي ۲۰۰ د باور رايې ترلاسه كړې . دغه دواړه نوماندان د روان کال د وري په ١٦مه د باور رايې تر لاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول.

حقجو وايي ولسمشرد كتنې وخت ورنه كړ

حقجو وايي ولسمشرد كتنې وخت ورنه كړ

حقجو وايي ولسمشر بايد د دغه ادارې د تيرو نهو مياشتو كارونه ارزولي واى ځكه په كارونو كې يې د پام وړ ښه والى راغلى دى. هغه وايي له كله چې د دغه ادارې د رييس په توګه ګومارل شوى څو ځلې يې هڅه كړې او له ولسمشر سره يې د كتنې غوښتنه كړې ، خو دا اجازه ورته نه ده وركړل شوې.

ولسمشر د قربان حقجو طرحه رد کړه

ولسمشر د قربان حقجو طرحه رد کړه

دا سرچینه وایی په افغانستان کې له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې (ايسا) په اړه دوه طرحې وړاندې شوې، چې يوه په خپله د ايسا ادارې له لوري وه، چې په کې د يادې ادارې لپاره وړانديز شوى و، چې د يوه بوديجوي واحد په توګه وپېژندل شي.

له اروپا ايستل شوي افغانان خپل هيواد ته ستنول كيږي

له اروپا ايستل شوي افغانان خپل هيواد ته ستنول كيږي

د ملګرو ملتونو او د افغانستان د کډوالو او راستیدونکو چارو د وزارت د شميرو له مخې تېر کال شاوخوا دوه نیم سوه زره افغانانو په اروپایې هېوادونو کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې او د سږ میلادي کال په لومړېو دوو میاشتو کې یواځې یونان ته د ورغلو کډوالو پناه غوښتونکو په سلو کې څه کم ۳۰ یې افغانان دي.

د کانکور پایلې په یکشنبه اعلانیږي

د کانکور پایلې په یکشنبه اعلانیږي

د لوړو زدکړو وزارت ویاند محمد امین فیصل وايي: “د کانکور د پايلو د اعلان ځنډ ډېر په ګټه و ځکه چې په دې وخت کې موږ وکولای شول چې په بشپړه توګه د جعل کاريو مخه ونيسو او په راتلونکو کلونو کې جدي تصميم نيول کېږي چې د کانکور په پايلو کې ځنډ رانه شي او د اوسنيو درسونو سېستم د کرېډېټ سېستم دی، نو د محصلينو په درس کې ستونزه نه راځي.”

هلمند كې ملي اردو ته بې پيلوټه الوتكې وركړل شوې

هلمند كې ملي اردو ته بې پيلوټه الوتكې وركړل شوې

په داسې حال كې چې د هلمند ډير اوسيدونكي دغه ولايت ته مركزي حكومت په نه پاملرنه تورنوي او وايي د هوا په توديدو سره به په دغه ولايت كې جګړې هم ګرمې شي او يو شمير سيمې چې لاهم ترګواښ لاندې دي د وسله والو لاس ته به ولويږي .

د كانونو وزارت ومنله چې داودشاه صبا استعفا كړې

د كانونو وزارت ومنله چې داودشاه صبا استعفا كړې

ولسمشر محمد اشرف غني تراوسه د كانونو او پتروليم د وزير داودشاه صبا استعفا نه ده منلې. د كانونو او پتروليم وزارت وياند محيى الدين نوري ويي استعفا يې وركړې خو تراوسه يې د برخليك په اړه څه نه دي ويل شوي. هغه وايي داوود شاه صبا د استعفا په اړه ولسمشرۍ تراوسه څه نه دي ويلي.