امریکا وايي که هوکړه وشي او کنه، د خپلو سرتېرو شمېر کموو

امریکا وايي که هوکړه وشي او کنه، د خپلو سرتېرو شمېر کموو

. اوبراین ویلي: افغان سرتېري ښه عمل کوي داسې فکر کوم، چې ډېر ژر به په یو موقعیت کې قرار ولري، که چیري د یوې معاملې له مخې وي یا پرته له معاملې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کم کړو.

ایران وايی بهرنیان په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې ناکام دي

ایران وايی بهرنیان په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې ناکام دي

د نشه يی توکوو پر وړاندې د مبارزې ایراني بنسټونه وایي روان کال او راتلونکی کال ددوی کارونه ډېرېږي. ددوی په خبره په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او تولید دوه برابره شوی دی چې دا مسئله افغانستان او ایران دواړو ته نوې ستونزې زېږولی شي.

حکومت: موږ د تاوتریخوالي کموالی نه بلکې اوربند غواړو

حکومت: موږ د تاوتریخوالي کموالی نه بلکې اوربند غواړو

ولسمشرۍ ماڼۍ بیا د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د طالبانو سلا مشورو ته توند غبرګون لري؛ وایي، د سولې خبرو لپاره د دولت طرحه اوربند دی او د ( تاوتریخوالي کموالی) پوځي او حقوقي مانا او عملي بڼه نه لري. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې برخه کې د سپیناوي غوښتنه کوي.

ټرمپ وايی د ایرانیانو له لاریونونو او ازادۍ ملاتړ کوي

ټرمپ وايی د ایرانیانو له لاریونونو او ازادۍ ملاتړ کوي

ټرمپ وايي چې امریکا د نوو لاریونونو ملاتړ کوي. دده په خبره ایراني وګړي د آیت الله خامنه یي د رژیم له امله تر سختو فشارونو لاندې دي نو ددوی حق دی چې خپله ازادي وګټي او په دې کې به امریکا ورسره وي.

شاهين: ډېر ژر به د امریکا او طالبانو د هوکړې د لاسليک نېټه وټاکل شي

شاهين: ډېر ژر به د امریکا او طالبانو د هوکړې د لاسليک نېټه وټاکل شي

ښاغلي فضلي ویلي:" ترکومه چې زه معلومات لرم حتی د امریکایانو له خوا څخه لاسلیک شوې موافقه طالبانو ته استول شوې او یوازې د طالبانو لاسلیک پاتې دی چې هغوی یوڅه ملاحظات پکې لري، خو امکان لري چې په راروانه اوونۍ کې دا موضوع حل شي .

ایران د افغان سولې په تړاو د امریکا ادعاوې رد کړې

ایران د افغان سولې په تړاو د امریکا ادعاوې رد کړې

امینیان وايي:( د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زرګونه کیلومتره لیرې راغلی او خبره یې کړې، زما په نظر د افغانستان چارواکي باید خبره وکړي، موږ په هیڅ مسله کې نه یوازې مداخله نه ده کړې، حتی د سولې په خبرو کې موخپل حضورهم په دې پورې تړلی چې باید د افغانستان د خلکو استازي په کې حضور ولري)

د امریکا او طالبانو خبرې بیا ټکنۍ شوې

د امریکا او طالبانو خبرې بیا ټکنۍ شوې

یوه اوونۍ کیږي چې د طالبانو استازي د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه له خپلو مشرانو سره تر مشورې وروسته بېرته دوحې ته تللي او زلمی خلیلزاد هم په دې خاطر چې پوه شي په دې هکله د طالبانو پرېکړه څه ډول ده، قطر کې دی؛ خو ویل کیږي چې دواړه لوري د تاوتریخوالي د کمېدو په څرنګوالي یوه خوله نه دي او له دې کبله خبرې په ټپه ولاړې دي.