په هرات کې مدني فعالان وايي طالبان دې اوربند وکړي

په هرات کې مدني فعالان وايي طالبان دې اوربند وکړي

مدني فعالان بیا په دې باور دي چې د سولې خبرو اوږدیدل، د سیاستوالو اختلاف او د افغانستان په کورنیو چارو کې د بهرنیو هیوادونو مداخله په هیواد کې د اقتصادي او سیاسي بحران لامل شوی. دوی وايي د افغانستان خلک د دې ټولو ستونزو زیان ویني.

په فراه کې پراخ پوځي عملیات پيل شول

په فراه کې پراخ پوځي عملیات پيل شول

دا پوځي عملیات د فراه د ولایتي شورا د پخواني رییس شهید بختور په نوم نومول شوي او محلي مسوولین یې موخه په مرکز او ولسوالیو کې د طالبانو له منځه وړل دي. د فراه د امنیې قوماندان فضل احمد سروری ټینګار کوي چې د طالبانو سنګرونه پیژندل شوي او له منځه به یووړل شي.

په غور کې د طالبانو یو خطرناک قوماندان نیول شوی

په غور کې د طالبانو یو خطرناک قوماندان نیول شوی

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي قاري امین الله د هرات په ګذره ولسوالې کې نیول شوی دی. د والي ویاند وايی قاري امین الله د هرات د ګذرې ولسوالۍ په ( اردوباغ) کلې کې په عملیاتو کې نیول شوی دی.

زابلیان وايي له شپنیو عملیاتو ستړي دي

زابلیان وايي له شپنیو عملیاتو ستړي دي

د زابل والي رحمت الله یارمل وايي چي د ځانګړو ځواکونو رهبري په کندهار او کابل کي ده چي له دوى سره هيڅ ډول اړيکه نه لري او له دوی سره هیڅ همغږي نه کیږي. هغه وايي د خلکو دغه ستونزه يې په کابل کي د ځانګړي ځواکونو له قوماندانۍ او د کندهار د امنيتي مسؤلينو سره شريکه کړې ده خو تر اوسه يې کوم ځواب ندى تر لاسه کړى .

محب: ځینې هیوادونه ترهګري د خپلو ګټو له پاره کاروي

محب: ځینې هیوادونه ترهګري د خپلو ګټو له پاره کاروي

د ملي امنیت شورا د رسنیو دفتر وايي په دې کتنه کې د تهران د کنفرانس او له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې د همغږۍ د رامنځته کولو پر اهمیت خبرې وشوې. ملي امنیت سلاکار وویل، چې افغانستان تر بل هر چا له ترهګرۍ ډېر ځپل شوی او له دې لارې د رامنځته شوي زیان پر درد تر ټولو ښه پوهېږي.

کندهارکې درېیو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته

کندهارکې درېیو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته

مسوولین وايي برید ګر په موټر سایکل سپاره وو او تر برید وروسته پرې پولیسو هم ډزې کړې دي. دا سرچینه وايی د پولیسو په ډزو کې هم یو برید ګر وژل شوی او بل په تیښته بریالی شوی دی.