خوست كې يو تن له سړي تښتوونكو وژغورل شو

خوست كې يو تن له سړي تښتوونكو وژغورل شو

ژغورل شوى شخص د خوست ښار د متون سيمې اوسيدونكى دى سيد امين نوميږي او وايي اته ورځې وړاندې د خوست ښار څخه څو تنو سړي تښتونکو سره د کار په موخه تللی و، خو سيمې ته په رسيدو يې په يو کور کې بندي کړی و.

په هرات كې لاريون وشو

په هرات كې لاريون وشو

داكسان له هغه وروسته د ولايت د ودانې مخې ته راټول شوي وو چې تيره ورځ د شينډنډ ولسوالې يو قومي مشراو د سيمه ييزې شورا مرستيال محمد عارف طاهري چې په ( ګدامدار) مشهور و د نا پيژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.

په لوګركې په غصب شوې ځمكه جوړ شوي كورونه ونړول شول

په لوګركې په غصب شوې ځمكه جوړ شوي كورونه ونړول شول

د والي وياند وايي لومړۍ محکمې یادې ځمکې او کورونه غیرې قانوني وبلل، د دویمې او دریمې محکمې لپاره ترې اړین اسناد او شواهد وغوښتل شول خو په ټاکلي وخت کې محکمې ته کوم اسناد او شواهد ونه رسېدل نو ځکه د لومړۍ محکمې پرېکړه وروستۍ وبلل شوه.

په دشت برچي كې څلور تنه د زنا په تور وژل شوي

په دشت برچي كې څلور تنه د زنا په تور وژل شوي

د كابل پوليسو هم منلې چې له ترلاسه شويو شواهدو ښكاري چې دا كسان د اخلاقي فساد په موخه راټول شوي وو. د سيمې يو شمير اوسيدونكي وايي دا كور څلور مياشتې مخكې كرايه شوې وه.

«تاج محمد جاهد» نابغه دی !؟

«تاج محمد جاهد» نابغه دی !؟

هغه شخص چې د ښوونځي له فراغته نیولې د جنرالی تر رتبو پورې یې ټول جعلي وي ، کولای شي د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده اجرا کړي؟
ښه به نه وه چې د دومره ساخته کاریو او جعلي بیوګرافې د جوړولو پر ځای یې صادقانه لیکلي وای چې تر لسم ټولګي پورې یې زده کړه کړې او وروسته ټول عمر له شورای نظار سره و، غوره به نه وه ؟

د امان الله ګذر او بابه جان سلامي

د امان الله ګذر او بابه جان سلامي

خو له دې یادونې او اعتراف څخه د شمال ټلوالې سیاسي اخلاق جوتیږیي چې څنګه د خپلو شخصي ګټو د له لاسه وتو په صورت کې حتی د نظام پرضد هم دریدو ته چمتو دي او د دوی په ژبه د برښنا په شان کابل نیولای شي.

په غزني کې له څلویښتو مهمو بستونو څخه څلور پښتنو ته ورکړل شوي

په غزني کې له څلویښتو مهمو بستونو څخه څلور پښتنو ته ورکړل شوي

د غزني د حکومتي ادارو د څلویښتو مهمو بستونو کې څوارلس تاجیک، شپاړس هزاره او څلور پښتانه کار کوي ، خو یوه پښتانه هم تراوسه په دې اړه اعتراض ونه کړچې تاجیکان چې د غزني ترټولو لږاوسیدونکي دي ولې دډیرو ادارو چارواکي یا رییسان له همدوی غوره شوي دي.

سرور دانش سويلي ولايتونو ته د برښنا د ليږدولو مخه نيسي

سرور دانش سويلي ولايتونو ته د برښنا د ليږدولو مخه نيسي

دا سرچينه وايي سروردانش د انرژۍ او اوبو وزارت ، د بښنا شركت، آسيايي بانك او نړيوال بانك استازي وربللي او دوى ته يې لارښوونه كړې چې د دې پروژې مسير بدل كړي او سويلي ولايتونو پرځاى يې دې باميانو ته د شيبر له لارې دا برښنا وليږدول شي .

عطامحمد نور رښتيا هم دومره زورور دى ؟

عطامحمد نور رښتيا هم دومره زورور دى ؟

عطامحمد نور وايي حکومت یې په زور له دندې نه شي ګوښه کولای او تر هغو به د بلخ د والي په توګه پاتې وي، چې د بلې دندې وړاندیز ورته نه وي شوی. نور له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، ولسمشر غني باید دی د والي په توګه ومني. هغه زیاته کړې، تر هغې وروسته چې دی یو ځل بیا په رسمي توګه د بلخ د والي په توګه ونومول شي؛ د خپلې دغې دندې په اړه به غور وکړي.